نړۍ

د فرانسې په مورین دره کې د رېل لارې جوړولو په وړاندې اعتراض تاوتریخجن شو

دا لاریونونه د شنبې په ورځ د فرانسې په مورین دره کې د رېل لارې جوړولو په وړاندې له تاوتریخوالي سره مخ شول او په پایله کې یې ۱۲ پولیس ټپیان شول.

په مورین دره کې د درې سوه کسانو چې تورې جامې یې اغوستې وې په ګډون کابو دوه زره اعتراض کوونکو د هغې رېل لارې د جوړولو خلاف لاریون وکړ چې د فرانسې لیون ښار د ایټالیا له تورین ښار سره نښلوي.

اعتراض کوونکي وايي چې په دې پروژه کې په آلپ غرونو کې ۵۸ کیلومتره تونل هم شامل دی چې چاپېریال ته جدي زیان رسوي.

ځایي مسوول فرانسوا راویر په یوه خبري ناسته کې وویل چې اعتراض کوونکو پر پولیسو ډبرې وغورځولې چې په اوښکې بهونکي ګاز سره ځواب ور شو او یو لاریون کوونکی ټپي شو.

له بلې خوا، یو فرانسوي بنسټ د اعتراض کوونکو ټپیانو شمېر ۵۰ تنه اعلان کړی چې تنه یې په روغتون کې بستر شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارونین د ټپي پولیسو شمېر پر ټویټر خپور کړ.

فرانسوي چارواکو هم ویلي چې ددغه هېواد سرحدي ځواکونو د چاقو او چکش په شان څلور سوه توکي ترلاسه کړي او په دې تړاو یې ۹۶ تنه ایټالیا ته ورستانه کړي دي.