افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ باید د طالبانو په وړاندې له خپلو صلاحیتونو کار واخلي

File-photo

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له خپرېدو دوه اونۍ وروسته، چې په کې يې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي وو، د ښځو پر زده کړو بندیز، د طالبانو له خوا د ښځو نيول او د اعتراضونو ځپل دې «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي، اوس دغه سازمان د نړۍ او سیمې له هېوادونو غواړي چې دې ستونزې ته د رسېدو لپاره دې د طالبانو د کړنو پر وړاندې خپل صلاحيت وکاروي.

د بخښنې نړیوال سازمان خبریال زمان سلطاني وايي: «د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو د هغو غړو په اړه چې په دغو جنایتونو تورن دي، د بشريت ضد جنایتونو رسېدنې لپاره له نړيوال صلاحيت کار واخلي.»

د اعتراض کوونکو ښځو غورځنګ او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د اګسټ د پنځلسمې نیټې په رانژدې کېدو سره په يو کمپاين کې له نړۍ غواړي چې د افغان ښځو حقونه دې له پامه ونه غورځوي.

د افغان فلم پخوانۍ ډایرکټره صحرا کریمي وايي: «طالبان په رسمیت په پېژنئ، طالبانو ته رسمیت ورکول تورتم او ترهګرۍ ته رسمیت ورکول دي.»

د افغانستان د اعتراض کوونکو ېځو غورځنګ پر طالبانو د لازمو فشارونو په نه راوړلو سره نړیواله ټولنه په بې غورۍ تورنوي.

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي: «نړۍ باید له هغو کسانو سره چې ډوډۍ، کار او آزادي نه لري یو ځای شي او د طالبانو ډلې په وړاندې له موږ او زموږ له غږ څخه ملاتړ وکړي.»

تر دې وړاندې د افغان شنونکو شبکې هم په یوه راپور کې د هاګ له محکمې غوښتي وو، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د توپیري پالیسي دې‌د «بشریت ضد جنايت» په توګه وڅېړي.

په دې راپور کې راغلي چې د هاګ محکمه کولای شي د طالبانو د جنایتونو قربانیانو او شواهدو ته مستقیم لاسرسی ولري.