افغانستان

د کونړ په یوه لیرې پرته سیمه کې د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

شولت د نورګل ولسوالۍ هغه لیرې پرته غرنۍ سيمه چې تېر کال په همدې وخت پکي زوروره زلزله وشوه او له مله یې ګڼ شمېر کسان مړه او مالي زیانونه د سیمې اوسېدونکو ته ورسېدل.

تازه په دغه سیمه کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو نړیوال صندوق په مالي مرسته او د سرچ موسسي په تخنیکي همکارۍ ۱۵۰ کورنیو ته چې ۷۷۰ تنه کېږي د پاکو اوبو شبکه جوړه شوه.

د سرچ موسسي استازی سید حسین وايي: «دا پروژه يې د خلکو په غوښتنه عملي کړې چې پاکې دغو اوسېدونکو ته مو پاکې اوبه برابرې کړې، پر دغه پروژه ۳۴ زره ډالر لګښت راغلی، شولت دره زلزلې سخته ځپلې او خلک یې له ډېری امکاناتو بې برخې دي.»

د سيمې اوسېدونکي وايي، د دې شبکې له جوړېدو مخکې ښځو او ماشومانو له لیرې چینو څخه اوبه راوړلې چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د سېمې یو اوسېدونکی ګلاب خان وايي: «پخوا زموږ ښځو او ماشومانو د پاکو لپاره اوږد مزل کاوه او لیرې ځایونو به یې اوبه راوړې خو اوس چې دغه شبکه جوړه شوه زموږ ډېرې ستونزې حل شوې.

له بلې خوا، په کونړ د طالبانو د کلیو د پراختیا ریاست یو مسوول عبدالفتاح صدیقي وايي، ددې ولایت په ډېری لیرې پرتو سیمو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی له نړیوالو موسسو غواړي چې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت په دېری سیمو کې خلک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.