نړۍ

د یمن دارالحجر ماڼۍ چې د سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلې

دارالحجر ماڼۍ په ۱۹۳۰ زېږدیز کال کې د یمن د پاچا امام یحیی حمیدالدین او د هغه د کورنۍ لپاره جوړه شوې وه. دا ماڼۍ د درې په پنځوس مترۍ کې جوړه شوې ده.

په ۱۹۶۲ کال کې یمن کې د زیدي امامانو حکومت د پوځي کودتا له امله وپاشل شو او له دې ماڼۍ د لیدلو لپاره د خلکو لار پرانیستل شوه.

له دې ماڼۍ یو لیدونکی محمد الحاج وایي: «دا دارالحجر ماڼۍ ده چې د یمن او د نړۍ یو فرهنګي میراث دی. دلته له نورو هېوادونو هم سېلانیان راځي. خو د جګړې له امله د بهرنیو سېلانیانو حضور کم شوی دی.»

دغه ماڼۍ شپږ پوړونه لري او داسې جوړه شوې چې د یمن د لرغونو کورونو په شان ښکاره شي. د دې کور لوړ پوړونه، د پاچا او د هغه د کورنۍ وو او لاندې پوړونه د مېلمنو او خدمتکارانو لپاره په پام کې نیول شوي وو.

له ماڼۍ څخه یو لیدونکی یونس الشبیبي وايي: «دا ماڼۍ د سولې او جګړې د ورځو لپاره جوړه شوې ده. دننه پکې د اوبو یوه څاه هم شته. ماڼۍ په داسې سیمه کې ده چې د دښمنانو د کلابندۍ پروړاندې مقاومت وکولای شي او شاوخوا ځایونو او دښمن تر څار لاندې ولري.»

خلک کولای شي د دې ماڼۍ بام ته هم پورته شي او شاوخوا دره یې وګوري. د یمن د جګړې اور چې د دغه هېواد د ویجاړتیا او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی، تر دغې ماڼۍ نه دی رسېدلی او له همدې امله د یمني لیدونکو شمېر لا هم زیات دی.