افغانستان

دکونړ اوسېدونکي پر ډیورند کرښه د لارو د خلاصون غوښتنه کوي

په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې د پاکستان له خوا په ډیورند کرښه اغزن تار وغځول شو چې ورسره هم مهاله دواړو لوریو ته د ډېری کورنیو خپلمنځي اړیکي پرې شوې چې دې چارې نه یوازې د کونړ بلکې هغې غاړې ته هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.

په کونړ کې ډیورند کرښې ته څېرمه کورنۍ وايي چې له خپلو خپلوانو سره یې اړیکې پرې شوې دي او خپلوي نه شي پاللی.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الربي وايي: «زموږ د پولې هغي غاړي ته ډېري خپلوۍ دي، غم او ښادي مو شریکه ده خو د اغزن تار د غزېدو له امله هغه ټولې لمنځه تللې په کلونو خپلوان نه شو لیدلای دا زموږ لویه ستونزه ده.»

پر دیورند کرښه د اغزن تار له غځولو مخکې د دواړو غاړو اوسېدونکو د غاښ پاس، دوکلام او نوآپاس کنډو له لارې تګ راتګ کاوه چې اوس دا لارې تړل شوې دي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، دې چارې پر خپلمنځي اړیکو سربېره پر سوداګرۍ هم اغېز کړی دی.

جان محمد د کونړ یو بل اوسېدونکی جان محمد وايي: «پخوا د کونړ درې لویې لارې پاکستان ته اوښتې وې موږ په اسانۍ تګ راتګ کاوه خو اوس هغه تړل شوې موږ د خپلوانو احوال نه شو اخیستی.»

اخوا، په کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وايي چې ددې ستونزې د حل لپاره به هڅې وکړي.

د ناړۍ لپاره د طالبان ولسوال عبدالظاهر بیا وايي: «موږ پوهېږو چې دا لویه ستونزه ده دا موضوع مو له مسوولینو سره شریکه کړې چې په دې برخه کې هڅې وکړي.»

د پاکستان له خوا په ۱۳۹۶هجري لمریز کال کې پر دیورند کرښه اغزن تار وغځول شو چې هغه مهال دا کار له ګڼو نیوکو سره مخ شوی و.