افغانستان

د سرپل په سانچارک کې د څه د پاسه ۸۰ زده کوونکو مسمومېدل

سرپل ولایت کې خبري سرچینو د دې ولایت د نجونو په دوو ښوونځیو کې د ۲ ښوونکو او ۷۰ نجونو او هلکانو زده‌کوونکو د مسمومېدو خبر ورکړ.

هغوی وايي، چې له لومړي تر شپږم ټولګي کابو ۷۰ نجونې او هلکان او دوه ښوونکي د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې په مرموز ډول مسموم شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې ولسوالۍ د «کبود اب» منځني ښوونځي ۵۰ نجونې او هلکان او د «فیض‌اباد» د نجونو ښوونځي دوه ښوونکي او شل زده‌کوونکي مسموم شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې عاملان نه دي په ډاګه شوي.

د هغوی په وینا، شنبه سهار د غبرګولي پر ۱۳ نېټه لومړی د دغو دوو ښوونځیو د زده‌کوونکو حاضري له منځه وړل شوې او وروسته مسموم شوي دي.

په همدې حال کې په سرپل ولایت کې روغتیايي سرچینې وايي، چې تر اوسه نه دي توانېدلي د زده‌کوونکو په بدن کې زهري مواد تشخیص کړي.

تېر کال د طالبانو د محدودیتونو پروړاندې د نجونو او ښځو د اعتراضونو پرمهال د کابل پوهنتون یو شمېر نجونې مسمومې شوې وې، خو په هېواد کې د لومړنیو ټولګیو د نجونو زده‌کوونکو مسمومیت بې‌مخینې دی.