نړۍ

د نړۍ له ۳۳ هېوادونو ۲۶۳ ډلو د کامورو فستیوال ترسره کړ

د کامورو اوونیز فسیتوال د چک جمهوریت په پلازمیني پراګ کې پای ته ورسېد. په دغه فستیوال کې روماګان چې د اروپا یو خپور شوی قوم دی، د خپلو ځايي جامو په اغوستو او ځانګړې موسیقۍ په غږولو، په ښار کې نڅاګانې کوي.

د کامورو فسیتوال ګډون وال وویچ لاویچکا وايي: «دا د کامورو پنځه ویشتم فسیتوال دی، موږ دا فستیوال د روما له کلتور، موسیقۍ او نورو هنرونو د ملاتړ لپاره ترسره کوو، په تېرو کلونو کې څه د پاسه نیم میلیون کسانو په دغه فسیتوال کې ګډون کاوه او له ۳۳ هېوادونو ۲۶۳ ډلو ډول ډول پروګرامونه ترسره کول. موږ په راتلونکو کلونو کې د دغه فستیوال د جوړېدو په تمه یو.»

دا فستیوال د پراګ په یوه زړه مهمه څلور لارې کې چې د سیلانیانو د ورتلو ځای دی ترسره شو.

امریکايي سیلاني کن سویک وايي: «موږ په دې ځای کې د چک نڅا کوونکي وینو، دا د پراګ ښار په زړه پورې برخه ده.»

د رومانیا فستیوال ګډون کوونکی مارین بادوی وايي: «نن ښکلې او په زړه پورې ورځ وه.»

روماګان په اروپا کې تر ټولو لوی قومي اقلیت دی چې ددې وچې په ټولو سیمو کې اوسېږي. خو په مرکزي او ختیځه اروپا کې د دوی شمېر زیات دی. دوی تل له توپیر او زده کړو او کار ته له نه لاسرسي شکایت کړی دی.