افغانستان

د کونړ – ننګرهار لویې لارې د بیارغولو چارې پيل شوې

د کونړ او ننګرهار ترمنځ عمومي سړک چې پر دغو دوو ولایتونو سربېره نورستان ولایت هم له دغو ولایتونو سره نښلوي د بارانونو او سېلابونو له امله ځای ځای تخریب شوی دی.

د دې لار مسافر او موټر چلوونکي وايي د دوو ساعتونو مزل تر څلورو پنځو ساعتونو پورې رسېږي او د سړک خرابوالی دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

تازه د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې دغه سړک به په اساسي ډول ورغوي.

کونړ کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریس قدرت‌الله معاذ په دې اړه وايي: «موږ ته په ځلونو د موټر چلوونکو له خوا د دې سړک د خرابوالي په اړه شکایتونه شوي او هڅه کوو هغه برخې چې سېلابونو او بارانونو ویجاړې کړې په اساسي ډول یې ورغوو.»

د دغه سړک په اوږدو کې ۵۰۰ متره حفاظتي دېوال هم جوړېږي ترڅو د سیلابونو له زیانه وژغورل شي.

له بلې خوا، موټر چلوونکي که څه هم په دې کار خوښ دي خو وايي چې دا سړک کم‌سوری دی چې دوی ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

د دې لارې یو موټر چلوونکی مسلم وايي: «دا سړک چې د ورځې پرې زرګونه موټر تګ راتګ کوي او زموږ د دوو ساعتونو مزل يي پنځو ساعتونو ته غځولی که سم جوړ شي زموږ ستونزې به کمې شي.»

په دې وروستیو کې نه یوازې د کونړ- ننګرهار بلکې د نورستان ولایت لاره هم د سېلابونو له امله تخریب شوې چې موټر چلوونکي او مسافر یې د رغولو غوښته کوي.