افغانستان

د کندهار شاه‌ولي کوټ په دوو ولسوالیو ووېشل شوه

د طالبانو د مشرتابه په امر د هېواد د ۲۷ نويو ولسواليو تشکيل منظور شوی دی.

د‌ طالبانو د کورنيو چارو وزارت مسوولین وايي، د طالبانو د مشر په امر تازه د کندهار شاوليکوټ په دوو لوړ او کښته شاولیکوټ ولسواليو وېشل شوې چې حدود يې معلوم او د ودانيو د جوړېدو چارې يې پیل شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي: «شاه وليکوټ ډېره لويه سیمه او ګڼ میشته ساحه ده دويمه ولسوالۍ د هغې لپاره منظور شوې د دواړو لپاره مو سرحد معلوم کړ یوه ته لوړ شاه وليکوټ او بل ته کښته شاه وليکوټ وايي، د شاوليکوټ قومي مشران هم له دې کاره راضي دي.»

د شاوليکوټ  قومي مشران هم دوي ته د نوې ولسوالۍ له منظورې راضي دي او وايي، له دې وروسته به خپلې ستونزې پر وخت له سيميزو چارواکو سره شريکولای شي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د هېواد د ۲۷ نویو ولسواليو تشکیل منظور کړی چې لا هم د هېواد د ليرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيا، کرنې او پوهنې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه ۲۷ نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې رامنځته شوې دي.