نړۍ

د تونس هغه بوډا کس چې د دوو نړیوالو جګړو خاطرات یې په ذهن کې دي

په هغې حافظې سره چې دوه نړیوالې جګړې را يادوي او په تونس کې د فرانسوي نیواکګرو ځواکونو سره د جنګېدو په اړه د نړۍ تر ټولو زوړ سړي تونسي حسین المساوي په نوم ياديږي. هغه د ۱۹۰۴ کال د ډسمبر په ۵مه زېږېدلی دی. که څه هم هغه پخپله د خپل ژوند د کلونو له شمیرلو سره لېوالتيا نه لري، د نوموړي اسناد د دې خبرې تصدیق کوي.

په تونس کې دغه ترټولو زوړ سړیحسین الميساويوايي:”نه پوهیږم څو کلن يم. کلونه نه حسابوم.”

نوموړی د هغې جګړه یادونه کوي چې په ۱۹۶۱ کې له فرانسوي استعمار څخه د تونس د آزادولو لپاره شوې او خپله‌ يې په دې جګړه کې برخه درلوده.

نوموړی زیاتوي: “په تېر وخت کې موږ د وڼو پاڼو په خوړلو ګېډې مړوولې. په هغه وخت کې، کله چې فرانسوي سرتیري وژل کېدل موږ د هغوی جنګي وسايل اخیستل. تونس خپلې وسلې نه درلودې، او موږ د فرانسې په خپلو وسلو سره د هغوی پر وړاندې جګړه کوله.”

د ډاکټرانو په وینا، دا سړی د نخاع له درده چې آن د ۵۰ او ۶۰ کلونو خلکو کې نورمال وي او د وینې لږ لوړ فشار پرته بله کومه ځانګړې ناروغي نه لري. که څه هم په ځوانۍ کې، يې سخته دوره تېره کړې ده.

د حسین المیساوي ورور وایي: “ورور مې حسین د تونس د ازادۍ په جګړه کې رول درلود. د انقلاب پر مهال غرونو ته ولاړ او موږ نه پوهیدو چې هغه چېرته دی. هغه هلته دوه یا درې میاشتې تیرې کړې. خو د تونس له ازادۍ وروسته نوموړی زموږ په لټه کې شو او بالاخره یې پيدا کړو.”

یوازینۍ ستونزه چې د دې سړي د ۸۳ کلن ورور د ماشومانو په ګډون د دوی کورنۍ يې ورسره لري، دا ده چې دا دوه وروڼه د پخوانيو لسیزو په څېر ساده ژوند کول غواړي.

د علي الميساوي لور وایي: “موږ په کور کې په سختو شرایطو کې ژوند کوو. پلار مې د استعمار په دوره کې ژوند کړی او اوس هم فکر کوي چې په هماغه وخت کې ژوند کوي. هغه اوس هم یوازې ډوډۍ او د زیتونو غوړي خوري.”

د دغه سړي اته اولادونه ټول ژوندي دي او نوموړی له هغوی ۴۰ لمسیان لري.