نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

ایران ته د عمان د پاچا سفر، د روسیې له خوا د لیندسي ګراهام تعقیبول او د سوډان په جګړه کې د ماشومانو زیانمېدل په دې خبري ټولګه کې ولولئ.

ایران ته د عمان د پاچا سفر

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د عمان پاچا هیثم بن طارق السعید د یکشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په تهران کې لیدلي او د سیمې د امنیتي او دیپلوماتیکو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

دا لیدنه دوې ورځې وروسته له هغې کېږي چې عمان د ایران او بلجیم د زندانیانو په خوشي کولو کې منځګړیتوب وکړ.

ډېره موده کېږي چې عمان له ایران سره د لوېدیځ د مرکې لوری دی او د څو بهرنیو او دوه تابعیت لرونکو وګړو د ازادۍ لپاره یې منځګړیتوب کړی دی.

د جمعې په ورځ د بلجیم یو مرسته کوونکی چې په ۲۰۲۲ کال کې د جاسوسۍ په تور ونیول او پر ۴۰ کاله زندان او ۷۴ متروکو محکوم شو.

د بلجیم د دغه وګړي د خوشي کېدو په بدل کې یو ایرانی ديپلومات چې فرانسه کې د بم اېښودو د یوې دوسیې په تړاو د بلجیم دولت له خوا ونیول او په شل کاله بند محکم شوی و، خوشی شو.

لیندسي ګراهام د روسیې تر تعقیب لاندې

د روسیې ټاس خبري اژانس د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت امریکایی سناتور لینډسي ګراهام تر تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې راوستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د اوکراین له ولسمشر زلنسکي سره د ګراهام د لیدنې ایډیټ شوي تصویرونه خپاره شول چې ښيي، نوموړی وايي چې روسان د مړه کېدو په حال کې دي او وروسته زیاتوي چې د امریکا مالي ملاتړ ترټولو غوره مرسته ده چې واشنګټن تر اوسه کړې.

پر دې څرګندونو د روسیې له نیوکې وروسته اوکراین د دې ناستې بشپړ تصویرونه خپاره کړل چې ښيي دا دوې څرګندونې له یو بل سره اړیکه نه لري.

د روسیې د څېړنو کمیټې د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ګراهام د څرګندونو په اړه د جنايي څېړنو د پیل په حال کې دي، خو روښانه یې نه کړه چې هغه په څه جرم تورن دی.

ګراهام د روسیې له خوا له واکراینه د ده د ملاتړ نیوکه رد کړې او ویلي یې دي چې هغه یوازې د روسیې د یرغل پروړاندې د مقاومت لپاره د واشنګټن په مرسته د اوکراینيانو روحیه ستایلې ده.

د سوډان په جګړه کې د ماشومانو زیانمېدل

سوډان کې د یوه روزنتون مسوولین وايي چې په دې هېواد کې د دوو پوځي لوریو ترمنځ د نښتې له پیل راهیسې، د بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتلو په دې مرکز کې لسګونه ماشومان د لوږې او د روغتیايي مرستو د نشتون له امله مړه شوي دي.

په میګوما مشهور روزنتون د سوډان په پلازمېنه خارطوم کې دی او له نښتې وروسته د روغتیايي او خوراکي توکو له کموالي سره مخ شوی دی.

د ماشومانو د ساتنې په دې ځای کې یوه ډاکتر ویلي چې هره ورځ په اوسط ډول دوه، درې، څلور او تر دې زیات ماشومان د کمو اوبو، خوارځواکۍ او د روغتیايي خدماتو د نشتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه ډاکتر په وینا، تر اوسه د ۲۴ نویو زېږېدلو په ګډون ۵۰ ماشومان مړه شوي دي او یوازې د جمعې په ورځې ۱۳ ماشومانو ساه ورکړې ده.

دغو مسوولینو د دې ماشومانو د ژغورلو لپاره د مرستندویه بنسټونو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.