افغانستان فرهنګ او هنر

د پښتو ژبې نړیواله ورځ؛ د پښتو ژبې د لاغوړېدو لپاره هڅې زیاتې شوې

د غبرګولي نهمه (د مې ۲۹مه) «د پښتو ورځې» په نوم نومول شوې او هر کال دغه ورځ د افغانستان او پښتونخوا په ګډون د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې په بېلا بېلو بڼو لمانځل کېږي. د ننه په افغانستان کې د پښتنو تر څنګ نور قومونه هم د پښتو ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه ورکوي.

د پښتو ژبې پوهان وایي، د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه او چاپ شوي اثار زیات شوي دي، د انټرنټ او ټیکنالوژۍ په برخه کې پښتو د ودې او لا غوړېدا په حال کې ده.

دوی وايي، په علمي، کلتوري او ټکنالوژۍ برخو کې د پښتو غوړېدا د دې لامل شوې، چې خلک لا زیات وهڅېږي ترڅو له نورو ژبو پښتو ته کتابونه او علمي اثار وژباړي، چې دا یو ستر پرمختګ دی.

د پښتو ژبې ځینې نور لیکوالان بیا د هغو کسانو باورونه بې اساسه بولي چې ګواکې پښتنو خپلې ژبې ته کار نه دی کړی او په ځینو مواردو کې یې یو شمېر کسان له عصري زده کړو سره مخالفت څرګندوي.

د هغوی په وینا، په نړیوالو سټېجونو د پښتنو فعالینو له لوري د ټولنې د ښه‌والي لپاره مبارزه د پښتو او پښتنو د پرمختک سترې بېلګې دي.

د پښتو ورځ هرکال د مې په ۲۹مه یا د غبرګولي په نهمه لمانځل کېږي او ویونکي سپارښتنه کوي چې په لویه کچه ورته پاملرنه لا ډېره شي او پرمختګ ته یې هڅې لا ګړندۍ شي.