نړۍ

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ترسره شو

د ترکیې خلک نن د دې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړل. په دې ټاکنو کې به خلک پرېکړه وکړي چې ایا رجب طیب اردوغان ته اجازه ورکوي له شلو کلونو حکومتولۍ وروسته، یو ځل بیا د دغه هېواد ولسمشر شي که نه.

اردوغان د رایې ورکوولو پرمهال، د دې ټاکنو پر ارزښت ټینګار وکړ.

رجب طیب اردوغان: «دا ځل سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې نشته او د رایې ورکوولو پاڼې یو متر نه دي. یوازې دوه نوماندان دي. زه ډاډه یم چې ټاکنې ډېر ژر پایته ورسېږي. د ترکیې د ډیموکراسي په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته تللې دي. له دې سره هم‌مهاله، د نړۍ په هېڅ ټاکنو کې د رایې ورکوولو کچه ۹۰ سلنه نه وه.»

د اردوغان سیال کمال قلیچدار اوغلو له مخالفتونو سره سره چې خپل کمپاین یې له ترکیې د پناه‌غوښتونکو پر ایستلو په ټینګار او د اردوغان پر ټولنیزو او اقتصادي سیاستونو پر نیوکو متمرکز کړی و، یو ځل بیا یې ترکیه کې پر «استبداد» نیوکه وکړه او خلک یې د رایې په ورکولو سره د وضعیت بدلون ته وهڅول.

کمال قلیچدار اوغلو وویل: «زه له ټولو خلکو غواړم په ټاکنو کې ګډون وکړي ترڅو زموږ هېواد ته رښتینې ازادي او ډیموکراسي راشي او دغه ځپونکی رژیم پایته ورسېږي. له ټولو رایو باید ساتنه وشي، ځکه دا ټاکنې په ډېرو سختو شرایطو کې کېږي. زموږ پر ضد ډېرې منفي کړنې پیل شوې دي.»

د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې دوې اونۍ مخکې وشو، رجب طیب اردوغان له خپل سیال څخه پنځه سلنه زیاتې رایې واخیستې؛ خو ونه‌توانېد ۵۰ سلنه چې د بريا لپاره ورته اړتیا وه، ترلاسه کړي.

د اردوغان یوه پلوۍ شیما چلیک وايي: «موږ له اردوغان څخه ملاتړ کوو او د هغه مینه‌وال یو. فکر کوو چې نن شپه به د هغه بریا ولمانځو.»

کمال قلیچدار اوغلو ژمنه کړې چې د بریا په صورت کې به د رجب طیب اردوغان ډېری بهرني، کورني او اقتصادي سیاستونه بدل کړي. هغه به همداراز د ترکیې سیاسي نظام پارلماني ته واړوي.

د قلیچدار اوغلو پلوۍ دفنه دورو وايي: «ترکیه کې ترټولو مهمه موضوع د ښځو د حقونو ده. که حکومت بدل شي، موږ به ډېره تمه ولرو. خو نه پوهېږو چې نن شپه به څه وشي.»

د ترکیې د ټاکنو په دې پړاو کې، د ملي‌پالنې یوه پراخه سطحه نندارې ته وړاندې شوه؛ تر دې چې د قلیچدار اوغلو ترڅنګ، رجب طیب اردوغان هم سوریې ته د دغه هېواد د پناه‌غوښتونکو پر بېرته ګرځوولو ټینګار وکړ.

ترکیه په نړۍ کې د پناه‌غوښتونکو ترټولو لوی کوربه دی او نږدې ۵ میلیونه پناه‌غوښتونکي چې تر درې میلیونه زیات یې د سوریې دي، په دې هېواد کې ژوند کوي.