افغانستان

په ننګرهار کې د سېلابونو زیانمن له ګڼو ستونزو سره مخ دي

تازه له دغو یو شمېر کورنیو سره د جرمني موسسې له خوا د لومړنیو خوراکي توکو مرسته وشوه، خو دا کورنۍ وایي، دا ورته بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د دوی د استوګنې او اقتصادي ستونزو د حل لپاره اساسي کار وشي.

زیانمنې کورنۍ چې ډېری یې ميرمنې دې وايي وروستيو ورښتونو او سيلابونو ورته ډېر زیانونه اړولي دي.

یوه کونډه مېرمن ګل آرا وايي: «سېلابونو هرڅه رانه یوړل، خوراکي توکي، اوړه، وریجې، بوره او هرڅه. موږ له دې مرستې مننه کوو هیله لرو چې نور مو هم لاسنیوی وکړي.»

د دغې موسسې مسوولین بیا وایي، هڅه کوي له هغو کورنیو سره نوره مرسته هم وکړي چې اوس ورته اړتیا لري او په وروستیو طبیعي پېښو کې زیانمن شوي دي.

له افغان ماشومانو سره د جرمني د مرستندویه بنسټ رییس محمد عالم شهاب وايي: «دغه بنسټ په هره برخه کې له زیانمنو سره مرستې ژمن دی او هڅو کوو چې دغو مرستو ته دوام ورکړو.»

ننګرهار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین بیا ډاډ ورکوي، چې ژر به هغو کورنیو ته اړینې مرستې برابرې شي چې په وروستیو طبعي پېښو کې یې زیانمنې شوې.

په ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو سلګونه کورنۍ بې کوره او زرګونه جریبه کرنیز حاصلات یې ویجاړ کړي دي.