افغانستان

کندهار کي د يو کيلي لرونکو موټرو د څښتنانو غوښتني

د کندهار اوسېدونکي وايي د يو کيلي لرونکو موټرو د ثبت موده دي وغځول شي.

دغه ولایت کې د يو کيلي ښې لاس لرونکو موټرو ته د اسنادو د ورکړي په موخه تر اوسه ۱۵ زره موټر ثبت شوي دی او زرګونه نور موټر لاهم بې ثبته پاتي دي.

موټر لرونکي وایي د کورنیو چارو وزارت لخوا ټاکل شوي مهلت وخت کم خو زيات موټر بې ثبته پاتي دي.

د کندهار ترافيک پوليس هم وايي په پاتي موده کې دغه ولایت کې د ټولو کانټنري موټرو ثبتول ناشتوني دي.

د ۱۴۰۱ د کب مياشتي پر شلمه نېټه د کورنيو چارو وزارت هېواد کې د امنیت د ټنګښت په موخه د راسته شترنګ لرونکو موټرو د ثبت او د درې کلونو اسنادو د ورکړي بهير پېل کړ.

د يادي مودې راهیسي، يوازي کندهار کې ۱۵ زره کانټنري موټر د درې کلنو اسنادو د اخستني په موخه ثبت شوي دي، خو لاهم زرګونه موټر بې ثبته پاتي دي.

دغه ولایت کې د راسته شترنګ لرونکو موټرو څښتنان وايي، د کورنيو چارو وزارت لخوا ټاکل وخت پايته رسېدونکی دی، خو زيات موټرونه لاهم ندي ثبت شوي.

دوی د ښې لاس لرونکو موټرو د اسنادو د ورکړي بهير د غځولو غوښتونکي دي.

د عبدالصمد په نوم د کندهار ولایت د مېوند ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي:”دغه ښه پروسه ده، خو زموږ غوښتنه دا ده، چې پروسه اوږده شي، ځکه زيات موټرونه پاتي دي”

د عبدالاحد په نوم د کندهار د دريمي ناحیې اوسېدونکی، چې خپل موټر يې د ثبت لپاره د کندهار د ترافيک امريت ته راوستلی وایي:”موږ خوښ يوو، چې موټرونه ثبت شي ځکه دا د غلا او نورو جنايتونو مخه نیسي، خو ښه به دا وي، چې ټاکل شوی وخت یې وغځول شي”.

پر همدې مهال د کندهار د طالبانو د ترافيک پوليس مشر ملا بشير وایي د ورځي شااوخوا ۸۰۰ موټر د دوی له لوري د موقتي اسنادو د ورکړي په موخه ثبتیږي، خو په خبره یې د وخت د کموالي له امله شوني نده، چې دغه ولایت کې شته ټول موټر د شلو ورځو په اوږدو کې راجسټر شي.

په کندهار ښار او سپين بولدک کې دا مهال د ښې لاس لرونکو موټرو د ثبت شپږ مرکزونه فعال دي.

کندهار کې داسي مهال ښې لاس لرونکو موټرو د ثبت او ورته د اسنادو د ورکړي بهير روان دی، چې دغه ولایت ته هره ورځ سلګونه کانټنري موټر وارديږي.