افغانستان

چين د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د مشرانو کوربه دی

د چين ولسمشر شي جين پينګ د دغه هېواد شمال لويديځ د شان کسي ولايت په شېيان ښار کې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د مشرانو کوربه دی.

شي جين پينګ د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د رسمي ناستې له پيل مخکې له خپلو سيالانو سره دوه اړخيزې ليدنې کوي.

نوموړي د تاجکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

شي جين پينګ، د چين ولسمشر، وایی: «خوشحاله یم چې د خپل پخواني ملګري د تاجکستان د ولسمشر کوربه يم، له کله نه چې چين او تاجکستان ډيپلوماټيکي اړيکي پيل کړي، زموږ په ګډو هڅو د دواړو ګاونډيو هېوادونو دوه اړخيزو اړيکو په ستراتيژيکو همکاريو او بيا هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو وده کړې.»

تمه ده چې د منځنۍ اسيا هېوادونو او چين په غونډه کې به چين له دغو هېوادونو سره د اقتصاد او سوداګرۍ په ګډون له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د سيمې پر مهمو مسايلو د همکارۍ ډېر تړونونه لاسليک کړي.

ابراهیم عبدالرحمانوف، د ازبکستان د لوړو زده کړو وزیر وایی: «دا غونډه د ازبکستان لپاره ډېره مهمه ده. موږ له چين سره ژورې اړيکې لرو؛ خو غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پروګرامونه پراخ شي. له همدې امله موږ دې غونډې ته په ځانګړې توګه د علم، زده کړې، نوښت، نوې تکنالوژۍ او د ټکنالوژۍ د لېږد په برخه کې یو لوی پلاوی را استولی دی.»

د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ په ناسته کې د چين قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان مشران ګډون کوي.

د دې غونډې یوه موخه په سیمه کې د چین د نفوذ د پراخولو هڅه ده.

دا د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د چین له ولسمشر سره د منځنۍ اسیا د ټولو چارواکو لومړنۍ مخامخ ناسته ده.

یو شمېر امریکايي رسنۍ وايي بیجینګ هڅه کوي د اوکراین د جګړې له امله په منځنۍ اسیا کې د روسیې د نفوذ په کمولو سره په سيمه کې خپل موقعيت پياوړی کړي.