افغانستان

د طالبانو د بلخ والي د ځانمرګي بریدګرو له کورنیو سره وکتل

د طالبانو د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه ټویټ کې ويلي چې د دغه ولایت والي محمد یوسف وفا د هغو ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره وليدل چې د تېر حکومت پر امنیتي مرکزونو او امريکايانو يې ځانمرګي بريدونه کړي وو.

په دغه ټویټ کې راغلي چې دغه کورنۍ د هغو ځانمرګو بریدګرو پورې اړه لري چې په سرینا او انټرکانټیننټال هوټلونو، د بلخ ولایت پر امنیه قومندانۍ، د کندهار پر هوايي ډګر او د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې په عملیاتو کې لاس درلود.

په افغانستان کې د طالبانو بياځلي واکمنۍ په لومړیو ورځو کې طالبانو په دفاع وزارت کې د ځانمرګو بریدګرو کنډک جوړ کړ. طالب جنګیالیو په هماغو ورځو کې او د ځانمرګي کنډک له جوړېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې انځورونه خپاره کړل چې په کې طالبانو د خپلو هغو ځانمرګو بریدګرو نومونه په کابل کې د «حمزه شهید کمپ» پر دیوال لګولي وو، چې په سرینا او انټرکانټیننټال هوټلونو، ۲۰۹ شاهین قول اردو او سنګین ولسوالۍ کې په بریدونو کې يې ۲۵۴ تنه ووژل او په په دریو بریدونو کې يې يوازې ۱۸۶ تنه ټپیان کړل.

د بشري حقونو بنسټونو ځانمرګي بریدونه د طالبانو یو تر ټولو خونړی جنګي تاکتیک بللی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د زرګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

سراج الدین حقاني په اکتوبر میاشت کې د کابل په کانټیننټل هوټل کې د هغو طالبانو له کورنیو سره وليدل چې په تېرو کلونو کې په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي وو. په خپلو خبرو کې یې دغه برید کوونکي د هېواد اتلان وبلل او مننه یې ترې وکړه. هغه دا هم وویل چې د ده په امر لږ تر لږه ۱۰۵۰ ځانمرګو بریدګرو بریدونه ترسره کړي دي.