نړۍ

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو پیلېدل

د ترکیې اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ په ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایو مرکزونو ته ولاړل ترڅو پرېکړه وکړي چې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان نور هم په واک کې پاتې شي او که د نوموړي سیال کمال کیلیچ‌دار اوغلو وټاکي.

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په ځایي وخت سهار اته بجې پیل او له غرمې وروسته په پنځو بجو به پای ته ورسېږي.

له بلې خوا، د زلزلې ځپلو سیمو اوسېدونکي په ټاکنو کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ خپلو ښارونو ته ستانه شول.

دا ټاکنې د ناټو د دغه غړي هېواد یوه تر ټولو مهمه سیاسي پېښه ګڼل کېږي چې او ترکان په داسې حال کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په انتخاباتو کې ګډون کوي چې ددغه هېواد وګړي له اقتصادي ستونزو او د ژوندانه د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ دي.

نظرسنجۍ ښيي چې د ښاغلي اردوغان سیال، کمال کیلیچ‌دار اوغلو چې د شپږو مخالفو ګوندونو ایتلاف مشري پرغاړه لري، له اوغلو څخه لږ مخکې شوی دی.  

خو که هر یو ونه شي کولای چې له ۵۰ سلنې زیاتې رایې ترلاسه کړي، دا ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي چې د مې په ۲۸مه به ترسره شي.

اټکل کېږي چې د ترکیې ۶۵ میلیونه وګړي به په دغو ټاکنو کې برخه واخلي چې د کارپوهانو په اند د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو مهم انتخابات دي، ترڅو راتلونکی ولسمشر او د پارلمان غړي وټاکي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاینونه د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان، ولس اتحاد ګوند د مشر کمال قیلیچ‌دار اوغلو، د مملکت ګوند د مشر محرم اینجي او خپلواک نوماند سینان اوګان په ګډون پیل شول، خو د مې په لسمه د مملکت ګوند مشر محرم اینجي له سیالۍ تېر شو.

خو په پارلماني ټاکنو کې رایې ورکوونکي رایې کسانو ته نه بلکې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ګوندونو لپاره کاروي او په هره ټاکنیزه سیمه کې به بریالي ګوندونه ددغه هېواد د پارلمان ۶۰۰ غړي وټاکي.

بې مخینې اقتصادي ستونزې، د ترکیې د لیرې ارزښت کمېدل، د سوري کډوالو ناورین او د ترکیې په سویل ختیځ کې وروستۍ زلزله د اردوغان محبوبیت د کمېدو مهم لاملونه ګڼل کېږي.

اردوغان ځان د ترکیې د سوکالۍ او نړۍ په سوداګریز مرکز او د نړۍ د سیاست په مهم لوبغاړي د دې هېواد د بدلېدو لامل بولي او د ترکیې اوسنۍ ستونزې لنډمهاله ګڼي.

د ترکیې په ګاندي مشهور اقتصاد پوه او د جمهوري خلق ګوند مشر چې بنسټګر یې اتاترک و  ۷۴ کلن کمال قیلیچ‌دار اوغلو او د اردوغان د شپږو مخالفو سیکولر ګوندونو نوماند او په ټاکنو کې د اردوغان پياوړی سیال بلل کېږي.  

په بهرني سیاست کې کمال قیلیچ‌دار اوغلو له لوېدیځ په تېره بیا امریکا سره د نږدې کېدو پلوی دی. نوموړي ویلي غواړي هېواد یې د لوېدیځ د پرمخ تللي تمدن برخه وي.

هغه په خپله یوه وینا کې ژمنه کړې چې په ترکیه کې د سوریې او افغانستان ټول کډوال به تر دوو کلونو پورې خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.