سویلي آسیا

د لاهور اوسېدونکو د عمران خان راخوشي کول ولمانځل

د لاهور اوسېدونکي د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له خوشي کېدو وروسته دغه ښار ته د نوموړي هرکلي ته ورغلل.

عمران خان له جنجالي نیونې وروسته د جمعې په ورځ په ۱۵ ورځنۍ وثیقې سره خوشی شو او په لاهور کې خپل کور ته ستون شو.

رویټرز رپوټ ورکړی چې زرګونه تنه په خوښۍ سره د هغه هرکلي ته ورغلي وو.

د نوموړي پلویانو د عمران خان پر موټر ګلان وشیندل او لاهور ته له رسېدو څو ساعته مخکې د اور لوبو په کولو سره د هغه خوشي کېدل ولمانځل.

د عمران خان یو پلوی شفیق روی وویل: «خوښ یم چې هغه (عمران خان) یې له نیولو وروسته خوشی کړ، اوس کور ته ستون شوی، دا زموږ لپاره د اختر د ورځې په شان ده.»

د لاهور یو بل اوسېدونکی اشفاق احمد وايي: «د عمران خان په نیول کېدو سره په دې ځای کې د نظم او قانون وضعیت وېروونکی شو. د اور لګېدو او نورو تاوتریخوالي وشول. په ټول عمر کې مې دا ډول تاوتریخوالی نه و لیدلی، اوس د هغه له خوشي کېدو وروسته ژوند عادي حالت ته ستون شوی، زه ډاډمن نه یم چې آیا اوږدمهاله سوله به وي که نه.»

عمران خان د وثیقې له ترلاسه کولو وروسته، په امنیتي لاملونو څو ساعته د اسلام آباد په ستره محکمه کې وساتل شو او د شپې ناوخته له محکمې د وتلو اجازه ورکړ شوه او لاهور ته یې حرکت وکړ.

عمران خان تېره اونۍ د پاکستان د پوځ له خوا د مالي فساد په تور ونیول شو.

له هغې وروسته د نوموړي ملاتړي واټونو ته راووتل او له پولیسو او پوځیانو سره یې نښتې وکړې.

د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د عمران خان نیول ناقانونه وبلل او د نوموړي د خوشي کولو حکم یې صادر کړ.