افغانستان

د خوراکي خوندیتوب ناورین؛ افغانستان د نړۍ له اوو هېوادونو څخه دی

نړیوال بانک په یوه راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان، بورکینافاسو، هاییتي، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان او یمن په ګډون اوه هېوادونه له «غمېزې» ډک خوراکي ناورین سره مخ دي.

ددې راپور پربنسټ، ددغو هېوادونو په څو برخو کې د قحطۍ ګواښ او خوارځواکۍ ناورین موجود دی.

په دې راپور کې زیاته شوې، د هغو وګړو شمېر چې د خوړو له ناوړه ناورین سره مخ دي، په ۲۰۱۷ کال کې د خوراکي ناورینونو په اړه د راپور ورکولو لپاره پيل راهیسې زیات دی.

په دې راپور کې راغلي: «په اوو هېوادونو (افغانستان،بورکینافاسو، هاییتي، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان او یمن)، یو شمېر زیانمنونکي وګړي د خوراکي خوندیتوب له غمیزې راوړنکې کچې سره مخ دي چې د قحطۍ خطر او ددې هېواد په څو سیمو کې د خوارځواکۍ له ناورین سره مخ دي. ډېری دا هېوادونه د راپور له پیله د خوراکي خوندیتوب او خوارځواکۍ له ناورین سره مخ دي.»

له بلې خوا، د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق هم خبرداری ورکړی چې دا بنسټ په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د خوړو د برابرولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

دغه بنسټ ویلي که د نوموړو ماشومانو لپاره دا مهم درمل برابر نه شي، زرګونه ماشومان به د سختې خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان خوارځواکي ګواښي

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د خوړو برخې رییسې میلاني ګالوین په یوه تصویري پيغام کې ویلي چې په روان کال کې ۸۷۵ زره ماشومان په افغانستان کې له خوارځوړاکۍ کړېږي.

د هغې په وینا، سخته خوارکي په لنډ مهال کې د ماشومانو د ژوند لپاره خطر او په اوږده مهال کې د ماشوم په وده او ذهني پرمختګ کې ستونزې لامنځته کولای شي چې په ټول ژوند یې ګواښي.

نوموړې ویلي چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره تیار خواړه تر ټول اغېزناک درمل دي چې یوازې اته اونۍ د دوی د درملنې لپاره دغو درملو ته اړتیا لري.  

د هغې په وینا یونیسف په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې لپاره د اړینو توکو د پېرلو لپاره په ټول هېواد کې ۲۱ میلیون ډالرو ته سخته اړتیا لري.

مېرمن ګالوین په دې اړه وویل: «دا یوه کوچنۍ کارنده او ګټوره بسته ده چې موږ یې ماشومانو ته ورکوو او په کابو اتو اونیو کې د هغوی درملنه کولای شي.»

په خوارځواکۍ ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره چمتو خواړه د شیدو له پوډر، بوټو له غوړیو، بورې، ممپلیو او ویټامینونو او معدني موادو څخه جوړ انرژي لرونکي خواړه دي.

په لنډمهال، خوارځواکي ژوند ګواښي، په اوږده مهال کې کولای شي پر بدني او ذهني ودې اغېز کوي، په داسې ډول چې ماشومان د ژوندانه په اوږدو کې تر اغېز لاندې راولي. د درملنې په موخه تیار خواړه ددغه راز خوارځواکۍ چټکتیا کمه او درملنه یې وکړي.