سویلي آسیا

عمران خان څوک دی او ولې ونیول شو؟

عمران خان نیازی په ۱۹۵۲ کال کې د پاکستان د لاهور ښار په یوه مخوره پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی دی.

هغه یو وخت د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوری او اتل و. په ۱۹۸۲ کال کې د دې لوبډلې کپتان شو او په ۱۹۹۲ کال کې یې پاکستان د کرېکټ تر نړیوال جام پورې ورساوه او په همدې کال کې يې له کرېکټ سره خدای پاماني هم وکړه.

له کرېکټ څخه تر تقاعد وروسته، ښاغلی خان د پاکستان په حکومت کې د فساد له امله په يو جدي انتقاد کوونکي بدل شو. په ۱۹۹۶ کال کې یې د تحریک انصاف ګوند تاسیس کړ. د هغه ګوند د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې د پاکستان په ملي اسمبله کې یوازې د یوې څوکۍ په ګلو بریالی شو.

هغه په ​​۱۹۹۹ کال کې د پاکستان د پوځ د پخواني مشر پروېز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا ملاتړ وکړ. خو په ۲۰۰۷ کې يې د پرویز مشرف لخوا په پاکستان کې د بیړني حالت له اعلان سره مخالفت وکړ، او د نومبر په میاشت کې د پولیسو لخوا ونیول شو او بیا خوشې شو.

پر فساد، له امریکا سره د پاکستان د حکومت پر همکارۍ نيوکه او په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ د عمران خان د سیاسي نظریاتو درې مهمې ځانګړنې دي.

که څه هم ښاغلي خان پخپله په برېتانيا کې زده کړې کړې او د لوېدیځې طريقې ژوند خوښوي، خو د پاکستاني سیاستوالو د “لویدیځ کولو” په وړاندې يې نیوکې پيل کړې وې.

د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د هغه ګوند د پام وړ بریا نه لرله. هغه د مسلم لیګ ګوند په درغلۍ تورن کړ او لاریونونه یې پیل کړل. دغو لاریونونو څلور میاشتې دوام وکړ، خو بيا هم ونه توانید چې نواز شریف له واکه لیرې کړي. په دغو لاريونونو کې ۳ تنه مړه او شاوخوا ۶۰۰ نور ټپیان شول.

که څه هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ښاغلي خان تحریک انصاف ګوند چندان برياوې نه لري، خو د هغه ولس پلوه سیاست د پاکستانيانو په منځ کې ډېر پام ځانته اړولی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې عمران خان یو ځل بیا د تحریک انصاف ګوند له لوري نوماند شو او له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې په پاکستان کې به د فساد ريښې له منځه وړي او د هېواد اقتصاد به پیاوړی کوي.

ښاغلي خان د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۶ مه د پاکستان په پارلمان کې د رایو د بیا شمېرنې پر سر له جنجالونو وروسته له نیمايي څخه کمې څوکۍ وګټلې او له کوچنیو ګوندونو او خپلواکو استازو سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

مخالفو ګوندونو نوموړی تل د دغه هېواد له پوځ سره په نږدې والي تورن کړی او نړیوالو څارونکو هم هغه د پاکستان د ځواکمن پوځ لاسپوڅی بللی دی.

د عمران خان حکومت له پیله له اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو کله چې امریکا د دغه هېواد پر پوځ ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده کړه، پاکستان له اقتصادي ناورین سره مخ شو.

عمران خان اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې هېواد له ۱۰ تر ۱۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. خو دې پيسو نه شو کولی د پاکستان اړتیاوې پوره کړي. چې دغه کار د هغه د حکومت د کړنو په اړه د خلکو نارضایتي پراخه کړه.

مخالفو ګوندونو عمران خان د پوځ لاسپوڅی بللی دی. خو ښاغلى خان چې د پوځ په ملاتړ واک ته ورسېد، په لوړو پوستونو يې د خپلې خوښې کسان وګومارل همغه وو چې د پوځ له جنرالانو سره يې اړيکې خرابې شوې.

هغه د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۰ مه د پاکستان د پارلمان د غړو له خوا د باور وړ رايه ترلاسه نه کړه او له واکه لیرې شو.

له واکه د عمران خان له لېرې کېدو راهیسې د هغه پر ضد د مالي فساد، ترهګرۍ او مقدساتو ته د سپکاوي په ګډون تر سلو ډېرې قضیې ثبت شوې دي.

د پاکستان د فساد ضد ملي ادارې ادعا کړې، چې عمران خان له ریاض سره په دې نغدي تړون کې له ۲۳۹ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو پیسو د سپینولو په برخه کې مرسته کړې او په دې کار سره یې د پاکستان ملي خزانې ته زیان اړولی دی.

ښاغلی خان د سه شنبې په ورځ د القدیر بنسټ د قضیې په تړاو د پاکستان د فساد ضد ادارې په غوښتنه ونیول شو. خو عمران خان د دې ادعاوو په ردولو سره د پاکستان حکومت او پوځ تورنوي چې په ګډه کار کوي چې نوموړی څنډې ته کړي او واک ته یې د بيا راتګ مخه ونیسي.