افغانستان

سیګار: طالبانو په درېیو میاشتو کې ۲۶ مخکیني پوځیان شکنجه او وژلي دي

File-photo

په یوه ۱۶۷ مخیز راپور کې چې پرون خپور شو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د پخواني افغان حکومت ۲۶ سرتېري او کارکوونکي شکنجه کړي او یو شمېر یې وژلي دي.

په دې راپور کې سیګار طالبان په غچ اخیستنې تورن کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو مشران په دې کړنو سترګې پټوي.

سیګار ټینګار کړی چې د دفاعي امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو او يو شمېر مخکینیو چارواکو لکه قاضیانو له دې امریکايي ادارې سره په خبرو کې ویلي چې دوی د طالبانو له غړو په دوامداره وېره کې ژوند کوي.

په دې راپور کې سيګار ادعا کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د مقاومت ځواکونو د طالبانو پر پوستو لږ تر لږه ۲۵ بریدونه کړي دي.

په دې راپور کې د مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ د طالبانو پر ضد چې وسله وال عملياتونه لري درې لویې جبهې يادې شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته هم له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او د داعش خراسان ډله په افغانستان کې د پياوړی کېدو په حال کېده.

 سیګار زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نړیوال ګواښ سازمان ارزونې وښودله چې القاعده د امریکا پر ګټو د برید لپاره هوډمنه ده، او وې ویل چې د القاعدې ګواښ د طالبانو په فعاليت پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار په خپل تېر راپور کې له طالبانو سره د یو شمېر پخوانیو پوځیانو د يو ځای کېدو خبر ورکړی او ويلي یې دي چې یو شمېر ټیټ پوړي سرتېري له طالبانو سره يو ځای شوي او یو شمېر نور پخواني پوځیان له داعش او مقاومت جبهې سره یو ځای شوي دي.