سویلي آسیا

په پاکستان کې د عمران خان د نیول کېدو په وړاندې اعتراضونو کې اته تنه ووژل شول

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته ددغه هېواد له پولیسو سره د لاریون کوونکو په نښتو کې لږترلږه اته تنه ووژل شول.

د پاکستان ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې درې تنه د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د تاوتریخواليو په لړ کې ووژل شول.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې لږترلږه ۲۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

یو پاکستانی اعتراض کوونکی محمد آصف په دې اړه رویټرز ته وویل: «موږ له بیړنۍ څانګې سره ولاړ یو، تراوسه یې دلته هغه ۷۷ ټپيان راوړي چې په ډزو کې ټپيان شوي دي. همداراز دې ځای ته درې مړي هم لېږدول شوي او لا هم د ډزو غږ اورېدل کېږي.»

عمران خان د سه شنبې په ورځ د اختلاس په تور نیول شوی چې د نوموړي د پلویانو له پراخ غبرګون سره مخ شو. دوی پر پوځي ودانۍ برید وکړ او په لاهور ښار کې یې د یوه جنرال کور تالان کړ.

یو اعتراض کوونکی وایي: «پولیسو پرمخ اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه، وروسته یې ډزې راباندې وکړې، دا ډېره بې رحمي ده، موږ راوتلي یو ځکه دوی پر عمران خان ظلم کړی، ترهغه چې نوموړی خوشی نه شي زموږ اعتراضونه به دوام ولري.»

له بلې خوا، قهرجنو لاریون کوونکو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر ودانیو او ایالتي شتمنیو ته اور ورته کړ.

د دولت سلاکار عطاءالله تار په دې اړه وویل، په داسې حال کې چې په واټونو کې اعتراضونه پراخ شوي، د پاکستان یوې محکمې اویا کلن عمران خان د اتو ورځو لپاره د لازیاتو پلټنو په موخه د پاکستان د ځواب ویلو ملي ادارې (NAB) ته سپارلی دی.

د نړیوال کرېکټ پخوانی ستوری عمران خان اوس په اسلام آباد کې د پولیسو په مېلمستون کې ساتل کېږي.

یوې بلې محکمې د چهارشنبې په ورځ عمران خان د خپلې واکمنۍ په څلورو کلونو کې د دولتي سوغاتونو په پلورلو تورن کړی.