سویلي آسیا

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان ونیول شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د سه‌شنبې په ورځ د مالي فساد په قضیه کې ونیول شو.

د ښاغلي خان مرستیال په يو ټويټ کې د نوموړي نیول کېدل تایید کړي او زياته کړې يې ده چې هغه د پاکستان د پوځ له خوا نیول شوی دی.

رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله راپور ورکړی، وروسته له هغې چې عمران خان په اسلام‌اباد کې یوې محکمې ته ننوت، پاکستاني ځواکونو د محکمې مخه په زغره‌والو موټرونو بنده کړه او ښاغلی خان یې ونيوه.

هغه انځورونه چې په رسنیو کې خپاره شوي هم ښيي، لسګونه پوځیان عمران خان يو زغره‌وال موټر ته په زوره پورته کوي او له ځانه سره بیايي.

۷۰ کلن خان تېر کال له واکه له لیرې کېدو راهیسې، په ټول پاکستان کې د ګڼو لاریونونو مشري کړې او پر ضد یې په محکمو کې لسګونه قضيې ثبت شوې دي.

مياشت مخکې د لاهور يوې محکمې د هغه د نيولو حکم وکړ، خو پوليس له دوه ځله هڅو وروسته ونه‌توانېدل عمران خان ونيسي.

په لاهور کې د هغه د نيولو لپاره د پوليسو د هلو ځلو په لړ کې هم يو شمېر کسان وژل شوي او د پوليسو په ګډون د عمران خان لسګونه پلويان ټپيان شوي دي.

د ښاغلي خان پر وړاندې تر ټولو مهمه قضیه پاڅونونو ته د خلکو هڅول ده او د لومړي وزارت په دوره کې د دولتي سوغاتو پلورل دي.

خو ښاغلي خان تل دا ادعاوې رد کړي او د‌ پاکستان حکومت او ځواکمن پوځ یې تورن کړي، چې په ګډه کار کوي ترڅو نوموړی څنډې ته کړي او واک ته د هغه د راتګ مخه ونیسي.