افغانستان

د خوست د خبریالانو او رسنیو اقتصادي ستونزې

په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي چې د طالبانو په راتګ سره د رسنیو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو د رسنیو له ملاتړه لاس اخیستی چې سوداګریز اعلانونه د دوی اړتیاوې نشي پوره کولی.

دوی وايي، پر ځینو خپرونو محدودیتونه او سانسور هم ددې لامل شوی، چې داخلي پېرېدونکو هم د خپرونو له مالي ملاتړه ډډه وکړي.

موږ په خوست کې د چنار په نوم خصوصي راډیو، چې له فعالیت څخه یې لس کاله تېرېږي له ناوړه وضعیت سره مخ ده.

دغه راډيو په خوست ولایت، کابل او څېرمه ولایتونو کې د انټرنېت، ویبسایټ او سېټلایت له لارې هم نشرات لري.

مسوولین یې وايي، چې د خپلې رسنۍ د فعالیت د دوام لپاره هڅه کوي، خو د رسنیو عواید کم او مصارف زیات دي.

د چنار راډیو مسوول سباوون مهیدي وايي: «زموږ د نشراتو د پیل هدف دا ؤ، چې هغه نېمګړتیاوې او تشې ډکې کړو او له تېرې یوې لسیزې راهیسې مو د مهمو پېښو ترڅنګ په تفریحي، ټولنیزو، اقتصادي، مېرمنو، ادبي، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو برخو کې خپرونې لرلې دي.»

د خوست یو شمېر نور خبریالان هم د رسنیو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې دې چارې یې پر کارونو ناوړه اغېزه کړې ده.

په دې ولایت کې د نن اېف ایم راډيو د خبري څانګې مسوول سید انور سنګین وايي: «که یوه رسنۍ اقتصادي ستونزې ونه لري په منظم ډول خپلې ټولې اړتیاوې پوره کولای شي، خو اقتصادي ستونزې د کار فضأ هم بې خونده کوي.»

د سولې پیغام راډيو د نشراتو مدیر عیسی خان تسل بیا وايي: «موږ کابو ۴۰ کارکوونکي لرو، خو په اوسني وخت کې د رسنیو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او د کارکوونکو د معاشونو برابرول ډېر ستونزمن شوي یو شمېر کسان وړیا همکاري کوي.»

اخوا، خوست کې د طالبانو د اطاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته په اشارې سره وايي دوی هڅه کوي دا ستونزې حل کړي.

د معلوماتو پر بنسټ په خوست کې کې تر دې مهاله ۹ غږیزې او ۴ تصویري رسنۍ فعالې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د ملاتړي بنسټ نی د راپور له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته له نیمايي زیاتو رسنیو خپل فعالیت درولی چې له امله یې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګار شوي دي.