افغانستان

کندهار کې د نشه يې توکو د بديلو کښتونو پیلېدل

دا د کندهار د لوېديځ ژړۍ ولسوالۍ د ماکوان سيمه ده چې پر لسګونه جريبه ځمکه ډول ډول سبزیجات کرل شوي دي.

کروندګر وایي، د سبزجاتو عصري کښټونه د نړیوالي ټولنې په مرسته په دغه سیمه کې دود شوي چې حاصلات يې د نورو کروندو په پرتله زیات دي.

د دې ولایت یو کروندګر ښایسته خان وايي: «زموږ کښتونه اوس شکر دی بيخي ښه دي او تر تارياکو او چرسو ښه عاید لرو، د نيم جريب رومي بادنجانو له کروندې درې سوه زره افغانۍ ترلاسه کوو په داسي حال کې، چي له ترياکو مو له دومره ځمکې یوازې دېرش زره افغانۍ ترلاسه کولې.»

کندهار کې د ملګرو ملتونو اړوند د نشه يې توکو او جرمونو د مخنیوي ادارې د پروګرامونو یو مسوول وايي، د کندهار په پنځو ولسوالیو کې يې پر ۹۰ جريبه ځمکه د هغو کروندګرو لپاره، چې مخکې به یې پر ځمکو کوکنار کرل د زعفرانو، سبزجاتو او د عصري بڼونو د جوړولو په برخو کې مرسته کړې چې د نشه یي توکو پر ځای دود شي.

هغه زیاتوي: «پر دغه پروژه اته سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي او د ۲۰۲۳ کال تر پايه به دوام وکړي، له دې پروژې ۶۵۰۰ هغو کروندګرو ته ګټه رسېدلې، چې مخکې به یې نشه یې توکو کرل او د نشه یې توکو له بندېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ وو.»

مسوولين وایي، پر دې پروژې اته سوه زره ډالر لګښت راځي او هغه شپږ زره او ۵۰۰ کروندګر ترې برخمن شوي، چې مخکې به یې نشه یې توکي کرل او د نشه یې توکو له بندېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي وو.

د کندهار لوېديځې ولسوالي د نړۍ په کچه هغه سيمي وې، چې تر ټولو زيات نشه یي توکي پکې کرل کېدل.