نړۍ

د ايران بهرنيو چارو وزرات وياند: عربستان کې مو لومړني ديپلوماتيک فعاليتونه پيل کړل

Screenshot from Reuters video.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عربستان کې د سفارت خونو د پرانيستو له وروستيو چمتووالیو خبر ورکوي.

هغه زياته کړې د ايران د سفارت استازولیو په عربستان کې خپل لومړني فعاليتونه پيل کړل.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني په دې اړه وويل: «د ايران اسلامي جمهوريت درې استازولۍ په رياض کې سفارت، په جده کې قونسلګري او همداراز په جده کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې هم استازولۍ په عادي ډول خپل لومړني فعاليتونه پيل کړي.»

تېره مياشت د تهران او ریاض ترمنځ د سفارتونو د پرانيستو له هوکړي سره سم د دواړو هېوادونو اړيکې بېرته ورغېدې. په روانه اونۍ کې سعودي عربستان په سوډان کې د خپلو او نورو هېوادونو د وګړو په ژغورلو کې رغنده رول لرلی او د ايران په ګډون يې تراوسه د سلو هېوادونو نږدې ۵ زره وګړي جدې ته لېږدولي کړي.

د ايران يو اوسېدونکی محمد فاتحي چې له سوډان جدې او هغې وروسته تهران ته لېږدول شوی وايي: «موږ د دوو سوډاني لوریو ترمنځ په جګړه کې بند پاتې او په خرطوم ښار کې له ستونزو سره مخ وو، خو کله چې د ايران او عربستان ترمنځ جوړجاړی وشو له هغې وروسته جدې ته تګ موږ لپاره اسانه شو.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: «ايران ته له سوډان څخه د ۶۵ ايراني وګړو لېږد يوه مثبته پېښه وه چې د عربستان د چارواکو په ښې همکارۍ ترسره شوه او اړینه ګڼم چې مننه ترې وکړم.»

په ۱۳۹۴ کال کې د سعودي عربستان د مذهبي مشر باقر النمر د اعدام پر ضد د اعتراض‌کوونکو له بريد وروسته په تهران کې د سعودي عربستان سفارت وسوځېد او په پايله کې يې د دواړو هېوادونو سفارتي اړيکې پرې شوې.

تهران او ریاض تېره مياشت د چين په منځګړيتوب هوکړه وکړه چې خپلې اړيکې بېرته ورغوي او له مخې يې د دوه مياشتو په موده کې دواړه هېوادونه خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانيزي.