افغانستان

د یو شمېر ولایتونو د دوولسمو ټولګیو نجونو ته د کانکور آزموینې د فورمو وېشل

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د هغو نجونو لپاره چې له دوولسمو ټولګیو فارغې شوې، په کانکور آزموینه کې د ګډون کارتونه وېشلي دي.

نن په کابل کې یو شمېر نجونې خپلو ښوونځیو ته ولاړې ترڅو په کانکور آزموینه کې د ګډون لپاره فورمې ترلاسه کړي.

د ننګرهار د پوهنې په ریاست کې د طالبانو مسوولین وایي، هغه نجونې چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له دوولسمو ټولګیو فارغې په دې بهیر کې شاملېږي.

د دوولسم ټولګي فارغه یلدا جسور په دې اړه وايي: «موږ نن د کانکور آزموینې فورمو د ډکولو لپاره ښوونځي ته راغلي یو. زه د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو غوښتونکې یم، تېر کال آزموینه واخیستل شوه؛ خو پوهنتونونه بند و او نجونې ونه توانېدې چې زده کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په تېرو میاشتو کې د ښځینه محصلینو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلې او په افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه لري.

یو شمېر نجونې وايي چې طالبان د دوحې ناستې له ترسره کېدو سره په یو وخت د کانکور آزموینې فورمو د وېشلو په اعلان سره غواړي له نړیوالې ټولنې امتیاز ترلاسه کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، هغه نجونې په دې نوملړ کې راځي چې د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري ورڅخه د ۱۴۰۱ کال د فراغت آزموینه اخیستل شوې وي.

په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند فرهاد ستانکزی په دې اړه وایي: «د سړو سيمو هغه ښوونځي چې څو مياشتې مخکې په کې له خويندو د ۱۲ ټولګي د فراغت ازموينه واخیستل شوه او د پوهنې وزارت د حکم په اساس له دوولسم ټولګي فارغې شوې، سږکال ورته د کانکور د ګډون فورمې ورکړل شوې او هغه نجونې چې له تېر کانکور نه پاتې دي هغوی هم فورمې ترلاسه کړې که څه هم د تودو سیمو د ښوونځیو دي.»

بل لور ته له دوولسم ټولګي فارغې نجونې هیله مندي څرګندوي چې دې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

شازیه چې تازه یې دا پاڼه ترلاسه کړې وایي زده کړه یې حق دی او باید طالبان ورته دا زمینه برابره کړي.

په کندهار، هلمند، تخار، بدخشان، کندز، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سرچینې وایي چې طالبانو ناڅاپه ښوونیزو حوزو ته خبر ورکړ چې له دوولسمو ټولګیو فارغو شویو نجونو ته اجازه ورکړئ ترڅو د کانکور آزموینې فورمې ترلاسه کړي.

که څه هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او تحصیل د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې خو ددې ډلې مشرانو تراوسه په خپله پرېکړه کې بدلون نه دی راوستی.