نړۍ

د نړۍ درې لنډ خبرونه

عمان کې د عربي هېوادونو پنځه اړخیزه غونډه، ازبکستان کې ټول‌پوښتنې او سوډان ته د بیړنیو مرستو د همغږي‌کوونکي لېږل د نړیوالو خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

عمان کې د عربي هېوادونو پنځه اړخیزه غونډه

د سوریې په اړه پنځه اړخیزه غونډه د اردن، مصر، عراق او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په عمان کې د دوشنبې په ورځ پيل شوه.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سوریې په اړه د څلورو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پیل څخه لږ مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

العربی الجدید په دې اړه لیکلي نوموړي په دې اړه لیکلي، چې دا غونډه د اردن د پلازمېنې عمان په یوه هوټل کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه.

په دغه کتنه کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سیمه‌ییزو ګټو د تامین له امله د شخړو په هوارولو کې د ډیپلوماسۍ له لارې د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.

حسین په خپلو خبرو کې وویل: «موږ پوهیږو چې په عراق کې تر ترهګرۍ بل څه خطرناک نه دي او موخه یې د دولت اعتبار کمزوری کول دي، نو دا زموږ دنده ده چې د وروڼو هېوادونو په ثبات کې مرسته وکړو چې د څو اړخیزو پروګرامونو له امله کړېږي. د دې وخت رارسېدلی چې په سوریه کې د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې وشي او خپلې اقتصادي سرچینې د حکومت او خلکو پر خدمت ولګول شي، که څه هم د دې کار په وړاندې خنډونه او ستونزې ډېرې دي؛ خو ترټولو مهمه دا ده، کله چې اصلي پیل ته ورسیږو بیا موږ د بیا کتنې او سمون په اړه خبرې کولای شو.»

ازبکستان کې ټول‌پوښتنه

د ازبکستان چارواکي وايي، په ټول‌پوښتنه کې تر ۹۰ سلنې زیاتو رایه‌ورکوونکو د اساسي قانون د تعدیل په تړاو مثبته رایه کارولې او یوازې تر ۱۰ سلنې کمو رایه‌ورکوونکو د دې تعدیل مخالفت کړی دی.

د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ټول‌پوښتنه کې له ۱۹ میلیونو زیاتو مستحقو رایه‌ورکوونکو څخه تر ۱۶ میلیون ډېرو خلکو رایه ورکړه.

د ازبکستان د ولسمشر له خوا د وړاندې شویو تعدیلاتو پربنسټ به د دغه هېواد ۶۵ سلنه اساسي قانون بدل شي.

د ولسمشر د دورې موده له پنځو کلونو څخه ۷ کلونو ته لوړول، نورو هېوادونو ته د ازبک اتباعو پر سپارلو بندیز او د اعدام سزا بندول هغه بدلونونه دي چې وړاندیز شوي.

چارواکو ویلي چې د ټول‌پوښتنې رسمي پایلې به په نهو ورځو کې اعلان شي.

د دغو تعدیلاتو له تصویب سره به شوکت میرضیایف تر ۲۰۴۰ کال پورې د ازبکستان ولسمشر پاتې شي.

ملګری ملتونه: همغږي‌کوونکي بیړنۍ مرستې سوډان ته واستولې

ملګري ملتونه د بیړنیو مرستو خپل همغږي‌کوونکي سوډان ته استوي.

لکه څنګه چې په سوډان کې نښتې دوام لري، مارټین ګریفیتس د ناوړه بشري وضعیت د حل لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

ورته‌مهال سوډان کې د جګړې دواړو خواوو پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

په همدې حال کې له تېر ۷۲ ساعته اوربند څخه په پرله‌پسې توګه سرغړونه شوې او د دواړو لورو ترمنځ نښتې دوام لري.

ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې څلور زره نور ټپیان دي.

زرګونه کسان نورو هېوادونو ته تښتېدلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.