ښځې

د طالبانو د رسمیت نه پېژندلو لپاره له ملګرو ملتونو د غوښتنو دوام

د ښځو اعتراضي غورځنګ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې لاریون وکړ او یو ځل بیا یې له ملګرو ملتونوغوښتنه وکړه، چې طالبان هېڅکله په رسميت ونه‌پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکلې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي نن دوحه کې د افغانستان په تړاو د یوې ناستې کوربتوب وکړي.

دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د دې سازمان مشرتابه پلاوی ته د طالبانو د رسمیت پېژندلو د پایلو په اړه خبرداری وکړی او د طالبانو رسمیت پېژندلو ته مثبته رایه ورنه‌کړي.

د ښځو د اعتراضي غورځنګ یوې غړې وویل: «طالبان یوه ترهګره ډله ده چې پر نجونو او ښځو یې له ظلم کولو پرته بل هېڅ اقدام نه دی کړی.»

د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ غړې وايي چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه له افغانانو په تېره بیا له ښځو سره د طالبانو د چلند پروړاندې پټه خوله پاتې دي او د نړۍ ځینې هېوادونه ان په دې هڅه دي ترڅو د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره لار هواره کړي.

د ښځو د اعتراضي غورځنګ غړې مریم صمیمي وویل: «موږ نن دلته راټولې شوې یو ترڅو د طالبانو د رسمیت پېژندلو پروړاندې خپل د اعتراض غږ پورته کړو. د ملګرو ملتونو سازمان باید طالبان په رسمیت ونه‌‌پېژني. طالبانو زموږ خلک په سړکونو او کوڅو کې وژلي دي.»

دغه اعتراض‌کوونکې ښځې وايي، چې د طالبانو له تاوتریخجو کړنو نورې ستړې شوې دي او د بشري حقونو نړیوال دفاع کوونکي بنسټونه باید د افغان وګړو په ځانګړي ډول د ښځو پروړاندې د طالبانو کړنې له پامه ونه‌غورځوي.

د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ په ټوله نړۍ کې له افغانانو غواړي چې د طالبانو پروړاندې ودرېږي او سیاستوال باید خپل اختلافونه څنګ ته کېږدي او د افغانستان وضعیت د بدلون لپاره کار وکړي.

یو شمېر افغانانو د امریکا، جرمني، اسپانیا، فرانسې، برازیل، سویس، ناروي او یونان په ځینو ښارونو کې د طالبانو پر ضد اعتراضونه کړي دي.