نړۍ

د شمالي کوریا د احتمالي بریدونو په وړاندې له سئول څخه د واشنګټن د ملاتړ ژمنه

په واشنګټن کې د جوبایډن او د سویلي کوریا د ولسمشر یون سوک یول په خبري ناسته کې دواړو لوریو د اوکراین د جګړې او د دوی ترمنځ سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر په دې ناسته کې د وسله د پراختیا او د جاپان په لور د شمالي کوریا د توغندیو ویشتلو په ګډون د دې هېواد وروستي اقدامات پر شمالي کوریا د لوېدیځ له بندیزونو څرګنده سرغړونه وبلله.

دواړو لوریو د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا پر مسایلو، د اوکراین د جګړې او دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړې. په دغه کتنه کې بایډن یو ځل بیا ټینګار وکړ که شمالي کوریا پر سویلي کوریا د برید نیت ولري، امریکا به له سویلي کوریا ملاتړ وکړي.

ښاغلي بایډن وویل: «متقابل دفاعي تړون مو وسپنیز دی او د اټومي ګواښ د مخنیوي لپاره ژمنې پکې شاملې دي، د شمالي کوریا ګواښونو د زیاتوالي او امریکا له بندیزونو د څرګندې سرغړونې په اړه مهم مسایل موجود دي.»

د سویلي کوریا ولسمشر په دې خبري ناسته کې وویل چې سئول او واشنګټن هوکړه کړې چې د شمالي کوریا د ګواښونو په وړاندې له سویلي کوریا د دفاع لپاره هڅې زیاتې کړي.

ښاغلي یون وویل: «دواړو هېوادونو د شمالي کوریا د اټومي برید په اړه د دوه اړخیزو سلامشورو په اړه هوکړه او ژمنه یې وکړه چې په ټول ځواک له هغې جملې د امریکا له اټومي وسلو څخه په ګټې اخیستو به په بیړه او پرېکنده ځواب ورکړي.»

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له پیونګ یانګ څخه وغوښتل چې ددغه هېواد د اټومي او توغندويي پروګرام په هکله خبرو ته کېني. دا وړاندیز تل د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون له خوا نه دی منل شوی.

دا په داسې حال کې دي چې د شمالي کوریا د وسلو پروګرام په چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دی. په وروستیو اونیو کې دغه هېواد نوي قاره ویشتونکي توغندي وآزمویل.

له بله پلوه، تراوسه روښانه نه ده چې آیا په ریښتیا به واشنګټن د هغه څه په توګه چې بایډن یې «پراخ مخنیوی» بولي خپل اټومي بمونه د سویلي کوریا په واک کې ورکړي که نه؟

په سویلي کوریا کې نظرسنجۍ ښيي چې ډېری خلک اټومي بمونو ته د سئول د لاسرسي غوښتونکي دي؛ خو واشنګټن له دې کار سره مخالفت کړی دی.