ښځې

امنیت شورا د ښځو په تړاو د طالبانو د فرمانونو د لغوې پرېکړه‌لیک ته رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، انځور له ارشیف څخه.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ یوه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړي چې له طالبانو غواړي ژرترژره پر افغان نجونو او ښځو لګول شوي سخت محدودیتونه لیرې کړي.

ټاکل شوې دغه پرېکړه‌لیک چې د متحده عربي اماراتو او جاپان له خوا چمتو شوی پنجشنبه له غرمې وروسته په امنیت شورا کې رایې‌ګیرۍ ته وړاندې شي.

ديپلوماتانو ویلي، د روسیې او چین د ډډه کولو له احتمال سره سره به دغه پرېکړه‌لیک تصویب شي.

د پرېکړه‌لیک په مسوده کې چې د چهارشنبې ورځې په پای کې د اسوشېټډپرس له خوا خپره شوه راغلي: «افغانستان کې د طالبانو له خوا بشري حقونو او د نجونو او ښځو بنسټیزو ازادیو ته د درناوي له کمېدو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د افغانستان په ټولنه کې د هغوی پر اړین رول ټینګار کوي.»

دغه پرېکړه‌لیک له طالبانو غواړي چې زده‌کړو، کار، د تګ راتګ ازادۍ ته دې د ښځو لاس‌رسی او همداراز په عمومي ژوند کې د هغوی ګډون باید ژرترژره بېرته راوګرځي.

د پرېکړه‌لیک مسوده همدارنګه له ټولو لوریو غواړي چې «جنسیت ته له پاملرنې پرته» بشپړ، چټک، خوندي او له خنډ پرته لاس‌رسي ته اجازه ورکړي او «ناوړه اقتصادي او انساني وضعیت ته د رسېدنې د دوام پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.»

دغه مسوده همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې اقتصادي ننګونو ته پاملرنه وکړي او د افغانانو په ګټه د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د کارولو شونتیا هم وڅېړي.

امریکا د افغانستان بانک میلیاردونه اسعاري پانګې چې په دغه هېواد کې ساتل کېدې کنګل کړې او وروسته یې د دغو پیسو نیمایي برخه سویس کې یوه اماني صندق ته چې د امریکا، سویس او افغانستان د استازو تر څارنې لاندې دی، ولېږدولې.

د پرېکړه‌لیک مسوده په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دوامداره حضور پر «حیاتي ارزښت» ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې که ونه شي کولای طالبان باوري کړي چې افغانستان کې ښځو ته اجازه ورکړي ترڅو په ملګرو ملتونو کې کار وکړي، چمتو دي په مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه «زړه بوږنوونکې» پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام مدیر اخیم شټاینر وویل: «منصفانه ده چې ووایم په داسې وضعیت کې چې اوس‌مهال یو، د ملګرو ملتونو ټول سیستم باید شاته یو ګام واخلي او هلته د فعالیت لپاره خپلې وړتیا ته بیا کتنه وکړي. خو بحث د بشري حقونو د اساسي اصولو نه دی.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: «زه فکر کوم له خپګان پرته بله لار نشته. موخه مې دا ده چې که وغواړم داسې وانګېرم چې د ملګرو ملتونو کورنۍ په افغانستان کې نشته، د میلیونونو نجونو، هلکانو، پلرونو او میندو انځور وینم چې پوره خاوړه نه ‌لري.»

له ملګرو ملتونو او نادولتي بنسټونو سره د افغان مېرمنو د کار پر مخنیوي سربېره، طالبانو نجونې او ښځې پوهنتونونو او ښوونځیو ته له تلو هم منع کړې دي.

د راپورونو له مخې د ۶۰۰ ښځو په ګډون ۳ زره او ۳۰۰ تنو چې افغانستان کې یې له ملګرو ملتونو سره کار کاوه د اپرېل له ۱۲ راهیسې د طالبانو له فرمان وروسته اړ شوي چې په خپلو کورونو کې کېني. دا په داسې حال کې ده چې د ۶۰۰ کارکوونکو له منځه ۲۰۰ ښځې د طالبانو په دغه بندیز که نه شاملېږي.