سویلي آسیا

د پاکستان چاودنو د تلفاتو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

د پاکستان په سوات کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په مرکز کې د دوشنبې شپې د چاودنو د تلفاتو شمېر ۱۷ تنو ته زیات شو.

دوشنبه شپه ۸:۲۹ بجې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر مرکز دوې لویې چاودنې وشوې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې ډېری پولیس مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي دي چې د اتو تنو وضعیت یې نازک دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پروړاندې څو ورته بریدونه ترسره کړي دي.

دا د نوي زېږدیز کال له پیل راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پرضد دویم لوی برید دی.

په جنورۍ میاشت کې ځانمرګي بریدګر د پولیسو په جامو د پېښور په یوه جومات کې دننه پاکستاني پولیس په نښه کړل چې په پایله کې یې کابو ۸۰ تنه مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شول.