فرهنګ او هنر

هرات کې کتاب پلورونکې نجلۍ

که څه هم په هېواد کې د کتاب پلورلو بازار ښه نه دی، خو لا هم یو شمېر کسان شته چې د کتاب لوستلو کلتور د دودولو لپاره هڅې کوي.

خاطره جامي د هرات پوهنتون یوه محصله او په دې ښار کې یوازینۍ کتاب پلورونکې نجلۍ ده.

هغه وايي، هڅه کوي د کتاب لوستلو فرهنګ ژوندى وساتي او په دې باور ده، چې که په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ دود شوی وای، وضعیت به داسې نه و.

مېرمن جامي زیاتوي: «له هغه وخت راهیسې چې ښوونځي تړل شوي، د کتاب لوستلو کلتور د نجونو په منځ کې پياوړی شوی او زياتي نجوني ما ته د کتابونو اخیستو لپاره راځي، زما پیغام هغو کسانو ته چې کتابونه نه لولي دا دی چې هرومرو کتابونه ولولي، ځکه که زموږ په ټولنه کې د لوستلو فرهنګ موجود وای، زموږ حالت به دا ډول نه و.»

یو شمېر کتاب پلورنکي وایي، د تېر حکومت له سقوط وروسته یې کاروبار پیکه شوی او لامل یې ناوړه اقتصادي وضعیت، د وزګارۍ زیاتوالی او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل بلل کېږي.

هرات کي د مومني خپروندويه ټولني مشر عبدالله مومني وایي: «له تېر کال راهيسي د کتاب پلورني په برخه کې کوم خاص بدلون ندی راغلی ځکه چې تېر کال او سږ کال موږ په ورته حالت کې وو. له بده مرغه، له سياسي بدلون وروسته، کتاب یو حالت لري. موږ هیله لرله چې وضعيت به بدل شي، خو داسې ونه شول.»

په همدې حال کې په هرات کې یو شمېر نجونې وايي، د اقتصادي ستونزو او د پیاوړې روحیې د نشتوالي له امله د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ په ځانګړې توګه ښځو او نجونو کې پيکه شوی دی.

فرشته د ښوونځي زده کوونکې وه خو اوس د طالبانو د محدوديتونو له امله ښوونځي ته نه شي تللاى.

هغه وايې: «ډېر لاملونه شته، يو يې دا دى، چې اقتصاد ډېر کمزورى دى په ځانګړې توګه زما لپاره ځکه چې زه ښځه یم او زه د ښځو له دریځه خبرې کوم. موږ اوس کار نه شو کولای او له همدې امله زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، چې له همدې امله کتابونه نه شو اخیستلای. بله ستونزه چې موجوده ده دا ده چې خلک اوس د کتاب لوستلو لېوالتيا نه لري.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وړاندې په ټول افغانستان کې ۱۸۰ خپروندويه ټولني او ۵۲۵ کتاب پلورنځي موجود وې، چې له دې ډلي يوازې په هرات کې ۱۰۰ کتاب پلورنځيو او ۳۰ خپروندویه بنسټونو فعاليت درلود.

نړۍ په داسې حال کې د اپرېل مياشتي ۲۳ نېټه د کتاب نړيواله لمانځي، چې د زده کړو فعال او قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا یکشنبې د وري په شپږمه د خپل بنسټ د رضاکاره نجونو د انځوریز پيغام په خپرولو له طالبانو وغوښتل د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي. خو طالبانو ددې ویډیو له خپرېدو یوه ورځ وروسته هغه ونیوه. نوموړي تل د مطالعې کلتور د دودولو او نجونو د زده کړو لپاره هڅې کولې.