افغانستان

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې د څرګندونې په وړاندې غبرګونونه

د ملګروملتونو سازمان په کوربتوب د داسې ناستې په اړه چې په هغې کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو د څرنګوالي د شرایطو په هکله بحث وشي، د دې سازمان د سرمنشي د مرستیالې امنیې محمد تېرو څرګندونو، توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند د امینې محمد د څرګندونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د طالبانو په اړه هر اقدام باید د کورني مشروعیت، ګټو او د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ وي.

اسلامي جمعیت زیاته کړې چې دغه اصل ته له پامه پرته هر ګام افغانانو ته نه درناوی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې له ټینګښت سره په مخالفت کې دی.

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د قانوني دولت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندلو وړاندیز ډېر د اندېښنې وړ او په دې معنی دی چې له بشري حقونو سرغړونه او له ترهګرۍ ملاتړ به ستاینه ولري.

د سیاسي چارو شنونکی داوود ناجي په دې اړه وایي: «د یوې ډلې په رسمیت پېژندلو لپاره هر ډول هڅه چې د زور له لارې واک ته رسېدلې او ملي مشروعیت نه لري او خلک یې نه مني، په اصل کې ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو ته د پای ټکی اېښودل دي او د داسې بهیر پیل دی چې ترهګرۍ او په هېوادونو کې د زور له لارې واک ته رسېدو ته مشروعیت ورکوي.»

مقاومت جبهې هم ددې ناستې د ترسره کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «د افغانستان د حکومت په توګه د یوه ترهګر او جنایتکار سازمان په رسمیت پېژندل، د دې هېواد خلکو ته سپکاوی او ورسره خیانت دی.»

په دې لړ کې یو شمېر معترضو مېرمنو د امینې محمد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د ملګروملتونو سازمان هڅې د بشري حقونو د ارزښتونو، ددغه سازمان د ماموریت او د ټولو افغان مېرمنو اساسي حقونو ته بې پامي ده.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونو ددې ناستې په مخالفت کې د ننه په افغانستان او بهر کې د لاریونونو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

د بشري حقونو فعاله سمیه رامش وايي: «زما په اند د ملګروملتونو سازمان له خوا د طالبانو په رسميت پېژندلو خبره غیرمسوولانه، بې شرمانه او د ټولو بشري اصولو او ددغه سازمان د ژمنو خلاف عمل دی، لکه څنګه چې په تېرو دوو کلونو کې ددې سازمان کړنې تر پوښتنې لاندې دي نن یې هم هڅې د نه منلو وړ دي.»

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې دا څرګندونې له افغانستانه د وتلو لپاره د دغه سازمان د یوه چارواکي له خبرداري څو ساعته وروسته شوې دي.

له دې مخکې د ملګروملتونو د پراختیايي چارو «یو ان ډي پي» مدیر وویل چې که د طالبانو له خوا په مرستندویه بنسټونو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د مخنیوي پرېکړه بدله نه شي، دا سازمان به «زړه بوږنونکې» پرېکړه وکړي او په مات زړه به له افغانستانه ووځي.

له بلې خوا، د ملکروملتونو د سرمنشي د مرستیالې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دغه سازمان له دې مخکې رپوټ ورکړی چې طالبانو په پراخ ډول له بشري حقونو سرغړونه کړې او د ملګروملتونو کنوانسیونونه چې افغانستان لاسلیک کړي، تر پښو لاندې کړي دي.

خو روښانه نه ده چې د ملګروملتونو سازمان د راپورونو او د دغه بنسټ د مرستیالې د څرګندونو ترمنځ دا تناقض د څه له امله دی.