هند او د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د لس زره ټنه غنمو د لېږلو لپاره هوکړه لاسلیک کړه.
د خوړو د نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي دا هوکړه په ممبیي ښار کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جي پي سینګ او په هند کې د خوړو د نړیوال پروګرام د استازي او رییس الیزابت فاور ترمنځ لاسلیک شوه.
دا هوکړه د هند خوراکي مرستو پنځمه برخه ده چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې یې د هند له خوا ژمنه شوې وه او د ایران د چابهار بندر له لارې به ولېږل شي.
تېر کال د هند حکومت افغانستان ته ۴۰ زره ټنه غنم ولېږل.
دا په داسې حال کې دي چې د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب د لاسرسي له کمښت سره مخ دي.
ددغه بنسټ رییس په دې اړه وویل: «د افغانستان له هغو کورنیو د هند ملاتړ چې له لوږې سره مخ دي یوه د ژغورنې لار ده او دا د خوړو د نړیوال پروګرام د بشردوستانه غبرګون مهمه برخه ده. زه غواړم په صمیمانه توګه د هند له حکومته له افغانانو د دوامداره ملاتړ له امله مننه وکړم.»
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له اګست راهیسې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه د کافي خوړو د برابرولو وس نه لري.
د دغه بنسټ په وینا، په اوسني وخت کې کابو شل میلیونه افغان وګړي نه پوهېږي چې بل وخت ډوډۍ به له کوم ځایه کوي. شل میلیون تنه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري. له درېیو دوې برخې وګړي – څه د پاسه ۲۸ میلیون تنه ـ په روان کال کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې د دوو کلونو مخکې په پرتله لس میلیونه زیات دي.