افغانستان

امینه محمد: د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه بحث وشي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په هغه غونډه کې چې د امریکا د پرنسټن پوهنتون په کوربه‌توب جوړه شوې وه، وړاندیز وکړ چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو د چارواکو په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې په را روانو دوو اونیو کې په دوحه کې جوړه شي د طالبانو په رسمیت پېژندلو په تړاو به په کې خبرې وشي.

په همدې حال کې افغان سوله لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې وویل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د (غويي په ۱۱مه) د افغانستان لپاره د ټولو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه‌توب وکړي.

خلیلزاد په دې ناسته کې د دوحې د هوکړې پوره عملي کېدل ګډه موخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې کار لپاره یوه روښانه لار په کار ده، چې باید د ملګرو ملتونو سرمنشي او ځانګړي استازي له طالبانو سره په دې تړاو ناستې ولري.

هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د دې غونډې د تعقیب لپاره ځانګړی استازی وټاکي ترڅو د دې نقشې په پراختیا کې د افغانستان او نړۍ له اتباعو سره کار وکړي.

په همدې حال کې امينې محمد د دې غونډې په اړه وويل: «موږ په زړه پورې استازي لرو چې د افغانستان په اړه کار کوي. موږ افغان مېرمنې هم لرو او زموږ هیله دا ده چې په دوو اوونیو کې یې سیمې ته ولېږو او دوی به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د ټولې سیمې او نړۍ د استازو لومړۍ ناسته ولري.»

هغې زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې کوچني ګامونه پورته کړو ترڅو موږ بېرته د (طالبانو) په رسمیت پېژندلو ته را وګرځوي. ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم.»

نوموړې وویل چې دا به : «دا به په اصولو کې په رسمیت پېژندنه وي، په دې معنی چې د دې لپاره شرایط موجود دي.»

د ملګرو ملتونو دغې لوړپوړې استازې زیاته کړه، چې د دغو ګامونو په پورته کولو سره به وګوري چې څه کارونه ترسره کړي.

هغې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مسلې ته په اشارې سره زیاته کړه: «دا بحث باید ترسره شي. ځینې کسان شته او په دې باور دي چې باید دا هېڅکله ونه شي، ځینې بیا وايي چې ښه دی، پر دې باید بحث وشي.»

هغې دغه راز وویل: «طالبان په ښکاره د په رسمیت پېژندلو غوښتونکي دي او دا یو امتیاز دی، چې مونږ یې لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې امینه محمد په تېرو اوونیو کې کابل او کندهار ته سفرونه کړي، خو د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره له ډېرو هڅو سره سره بریالۍ نه شوه.