افغانستان

د ملګروملتونو سازمان د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي د دوام په صورت کې «چمتو دی» افغانستان پرېږدي

د ملګروملتونو سازمان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي که ملګري ملتونه ونه شي کولای طالبان قانع کړي ترڅو په افغانستان کې ښځې د دغه سازمان لپاره کار وکړي دا بنسټ چمتو دی په راتلونکې میلادي میاشت «غويي میاشت» کې له دې هېواده د وتلو لپاره «زړه بوږنوونکې» پرېکړه وکړي.

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام مدیر اخیم استیز د سه شنبې په ورځ اسوشیتد پرس ته وویل چې د ملګروملتونو سازمان چارواکي له طالب مسوولینو سره د خبرو په حال کې دي په دې هیله چې دوی په هغه فرمان کې چې له مخې یې په افغانستان کې ښځې په دغه سازمان کې له کاره منع شوې، یوې استثنا ته غاړه کېږدي.

هغه وویل، طالبانو په افغانستان کې ښځو ته اجازه ورکړې چې په ځینو کارونو کې برخه واخلي او د ملګروملتونو د راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو ښيي له دې امله چې د افغانستان اقتصاد له ناورین سره مخ دی، دا هېواد لازیاتو ښځو ته سخته اړتیا لري.

د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکي زیاته کړه: «زه فکر کوم له ناهیلۍ پرته بله لار نشته، موخه مې دا ده چې که وغواړو تصور وکړو چې د ملګروملتونو سازمان کورنۍ نن په افغانستان کې نشته، دا د میلیونونه ځوانو نجونو، هلکانو، میندو او پلرونو تصویرونه ښيي چې کافي خواړه به ونه لري.»

د رپوټونو له مخې، تر ټولو له هیله مندۍ ډک حالت دا دی چې طالبان ښځو ته اجازه ورکړي په ځانګړو شرایطو کې د روغتیا، پوهنې او ځینو کوچنیو برخو کې کار وکړي.

ښاغلي استیز زیاته کړه: «له یوې خوا اوسنیو چارواکو (طالبانو) ملګروملتونو سازمان ته دا امکان ورکړی چې یو شمېر مهم بشردوستانه فعالیتونه او همداراز بیړنۍ مرستې ترسره کړي، خو دوی همداراز په پرلپسې توګه د بدلون په حال کې دي او نوي فرمانونه صادروي.

اسوشیتد پرس په دې راپور کې په اقتصاد وزارت کې د طالبانو له ویاند عبدالرحمن حبیب سره خبرې کړې دي.

د طالبانو دغه ویاند وايي چې نړیوال بانکي محدودیتونه، د بشردوستانه مرستو درېدل او موسمي بدلونونه په هېواد کې د بې وزلۍ او کمزوري اقتصادي لاملونه دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ پروګرامونه او لومړیتوبونه د کرنې او صنعتي برخو وده او همداراز د کانونو ایستل، له کورني تجارت او تولیداتو ملاتړ، صادراتو ته زیاته پاملرنه، د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو جذبول، د ځانګړو اقتصادي سیمو رامنځته کول او نور موارد دي.»

طالبانو له دې مخکې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او همداراز یې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې. دا په داسې حال کې دي چې ښځې په نادولتي بنسټونو کې د کار اجازه نه لري.  

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام مدیر په دې اړه وايي: «موږ ډېرې حساسې شېبې ته نږدې شوي یو، ښکاره ده چې هیله او تمه مو دا ده چې سلیم عقل واکمن شي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د ویاند ستیفن دوجاریک په وینا درې زره او ۳۰۰ افغانان چې په ملګروملتونو سازمان کې ګمارل شوي، دوه زره او ۷۰۰ یې نارینه او ۶۰۰ نورې ښځې دي او دا کسان د اپرېل له دوولسمې په کور ناست دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې ۶۰۰ نړیوال کارکوونکي لري چې ۲۰۰ یې ښځې دي.