نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره د قطر او اماراتو له هڅو، په فضا کې د روسيې له خوا د جوړ شوي فلم نندارې ته اېښودلو او له امریکا د تایوان له لوري د کښتۍ ضد توغندویو له پېرلو سره د چین تر مخالفت پورې د نړۍ په دغه لنډه خبري ټولګه کې ولولئ.

د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پيلولو لپاره د قطر او اماراتو هڅې

قطر او متحده عربي امارات له دوه کلن اختلاف وروسته نیت لري دیپلوماتیکې اړیکې پیل او خپل سفارتونه پرانیزي.

یوه امارتي چارواکي ویلي چې دواړه هېوادونه د سفارتونو د پرانیستلو په ګډون د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په حال کې دي.

د یوه بل چارواکي په وینا ټاکل شوې دواړه هېوادونه د جون میاشتې تر نیمایي پورې خپل سفارتونه پرانیزي.

دواړه هېوادونه په داسې حال کې د اړیکو د پیلولو په حال کې دي چې په وروستیو اونیو کې ایران او عربستان له کلونو اختلاف وروسته چې د فارس خلیج ثبات یې ګواښه او د یمن جګړې ته یې لمن وهله خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره پيل کړې.

د ۲۰۱۷ کال په نیمايي کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، او مصر، قطر له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل او له دوحې سره یې خپلې اړیکې پرې  کړې. دا په داسې حال کې دي چې قطر تل دا تورنه رد کړي دي.  

ریاض او قاهرې په ۲۰۲۱ کال کې خپل سفیران دوحې ته ولېږل او بحرین هم تېره اونۍ اعلان وکړ چې له قطر سره به خپلې اړیکې له سره پيل کړي.

د اماراتو او قطر ترمنځ اړیکې تېر کال تودې شوې او د دواړو هېوادونو مشرانو مخامخ خبرې سره وکړې.

یوه اماراتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل: «د متحده عربي اماراتو بهرنی سیاست تر ډېره د پلونو پر جوړولو، اقتصادي همکاریو او په سیمه کې د اختلافاتو په لیرې کولو ولاړ دی.»

ددغه چارواکي په وینا، قطر او متحده عربي اماراتو تېره میاشت هوکړه وکړه چې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره پيل کړي، قطر تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په فضا کې جوړ شوی لومړنی روسي فلم ډېر ژر نندارې ته اېښودل کېږي

د روسیې د سینما یوې ډلې چې د «ننګونې» په نوم یې په تشیال کې ددې هېواد لومړنی فلم جوړ کړی، د دوشنبې په ورځ وویل، دا فلم به دوې ورځې وروسته نندارې ته وړاندې شي.

د «ننګونې» په نوم فلم جوړونکی کنستانتین ارنست وایي چې دا فلم په نړیوال فضايي مرکز کې فلم برادري شوی دی.

ارنست زیاته کړه چې ددغه فلم ټکټ دوه سوه روبله (۲،۵) ډالره دی او لیدونکي یې کولای شي په لږ لګښت په فضا کې له سفره خوند واخلي.

د دغه فلم د مسوول شرکت عامل مدیر وادیم ورشاګین وویل چې دا فلم به د اپریل په شلمه په ټوله روسیه او په اوکراین او صربستان کې د مسکو تر ادارې لاندې سیمو کې نندارې ته وړاندې شي.

د «ننګونې» په نوم روسي فلم د یولیا پرسیلډ په لوبېدو سره د یوه ډاکتر کیسه انځور کړې چې د یوه ستورمزلي د ژغورنې لپاره تشیال ته سفر کوي.

له امریکا د تایوان د کیښتۍ ضد توغندویو د پېرلو له پروګرام سره د چین مخالفت

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تایوان له خوا له امریکا د «هارپون» په نوم کښتۍ ضد سلګونه توغندیو پېرلو له پروګرام سره سخت مخالف دی.

بلومبرګ رپوټ ورکړی چې د چین ګواښونو د زیاتوالي په لړ کې به، تایوان له امریکا د «هارپون» په نوم ځمکني توغندویي سیستم لپاره د کیښتیو ضد ۴۰۰ توغندي وپېري.

پنتاګون د اپرېل په اوومه نېټه اعلان وکړ چې له یوه پېرودونکي سره یې د ۴۰۰ «هارپون» توغندیو د پېرلو لپاره د ۱،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی. د امریکا دفاع وزارت د پېرودونکی نوم نه دی اخیستی، خو بلومبرګ د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې تایوان ددغو توغندیو پېرودونکی دی.

له بلې خوا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د سه شنبې په ورځ په بیجنګ کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې چین به له خپلې واکمنۍ او امنیتي ګټو د دفاع لپاره پرېکنده او پياوړي اقدامات ترسره کړي.

یوه اونۍ مخکې، د امریکا د استازو جرګې رییس کوین مک کارتي چې په کلفورنیا کې د تایوان د ولسمشرې تسای اینګ ون کوربه و، د چین د ګواښونو په وړاندې تایپه ته د وسلو سپارلو بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

دغې کتنې د چین او تایوان ترمنځ اختلاف زیات کړ او بیجینګ د تایوان شاوخوا پوځي مانورې ترسره او پر دې ټاپو برید او کلابندي یې تمرین کړه.