افغانستان

اکمل امیر څوک و؟

طالبانو سره نښته کې شمال کې د ازادۍ جبهې د پوځي مسوول اکمل امیر وژل کېدل تایید شول.

شمال کې د ازادۍ جبهې د پوځي مسوول اکمل امیر د وژل کېدو په تړاو د اوازو له خپرېدو شپږ ورځې وروسته، دغې جبهې د نوموړي مړینه تایید کړه.

د ازادۍ جبهې یکشنبه د وري میاشتې پر ۲۷ اعلان وکړ چې اکمل امیر د سه شنبې پر ورځ له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د دغې جبهې غړي وایي، د طالبانو منځ کې سرچینو دوی ته تایید کړې چې د اکمل امیر مړی یې لیدلی دی.

طالبانو یکشنبه سهار د اکمل امیر د جسد انځورونه خپاره کړل. په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه پر خوله مرمۍ لګېدلې ده.

د ازادۍ جبهه وايي طالبانو د قربانیانو جسدونو ته سپکاوی کړی دی.

د دې جبهې په وینا، د اکمل امیر په ګډون ۷ تنه له طالبانو سره په نښته کې ووژل شول، خو «د اکمل امیر او حسین مړي یې د سپکاوي او شکنجې له امله» له ځان سره وړي وو.

د پنځو نورو کسانو جسدونه د پېښې په ځای کې پاتې وو چې د پروان روغتون ته ولېږدول شول.

د سره صلیب کارکوونکي کورنیو او خپلوانو ته یې د دغو جسدونو د سپارلو لپاره په هڅه کې دي.

دې جبهې ویلي، د دغو ۷ تنو له منځه تر اوسه یوازې د فهیم سالنګي مړی یې خپلوانو خاورو ته سپارلی، خو طالبان هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د جنازې او فاتحې مراسم ترسره کړي.

د ازادۍ جبهې د تېرې اونۍ پر سه شنبې ورځ سویلي سالنګ کې د اکمل امیر په قوماندانۍ د خپلو ځواکونو د نښتې خبر ورکړ او د بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، عبدالصبور فاریابي او قربان‌علي بامیاني وژل کېدل یې تایید کړل. خو وې‌ویل داسې سند چې وښيي اکمل امیر د قربانیانو په منځ کې دی په لاس کې نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې اکمل امیر پروان کې له طالبانو سره په نښته کې له خپلو ۷ همکارانو سره وژل شوی دی.

د جمعې پر ورځ یو شمېر هېوادوالو افغانستان کې دننه او بهر د دې جګړې د قربانیانو لپاره د غیابي جنازې لمونځ ادا کړ.

اکمل امیر څوک و؟

اکمل امیر په ۱۳۶۶ کال کې په کاپیسا ولایت کې نړۍ ته راغۍ. هغه ښوونځی د دغه ولایت په میر مسجدي لېسه کې پایته ورساوه، نوموړي د پوځي حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې کړې وې.

له زده‌کړو څخه له فارغېدو وروسته یې د مخکیني حکومت د دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې کار پیل کړ، له هغې وروسته د شاهین قول اردو د اپراسیون امر په توګه وګومارل شو. نوموړي یوه موده د کندهار په قول اردو کې د څارنوال په توګه کار وکړ.

اکمل امیر افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د ریاست پر چوکۍ کار کاوه.

پوځي زده‌کړې یې افغانستان کې له امریکایي استادانو سره کړې وې.

اکمل امیر د جمهوریت نظام له پرځېدو وروسته له یو شمېر نورو پوځیانو سره پنجشېر ته ولاړ او د مقاومت جهبې ځواکونو ترڅنګ ودرېد.

کله چې طالبان د وږي په میاشت کې پنجشېر درې ته ننوتل هغه ایران ته ولاړ او تر یوې میاشتې مخکې هم په ایران کې و.

د ازادۍ جبهه وایي چې هغه کابو یوه میاشت مخکې افغانستان ته راستون شو او شمالي کې یې د ازادۍ جبهې پوځي مسوولیت پرغاړه واخیست.

اکمل امیر واده کړی و او دوه ماشومان؛ یوه لور او یو زوی ترې پاتې شوې دي.

د ازادۍ جبهې په وینا اکمل امیر دوشنبه ماښام د وري میاشتې پر ۲۱ سویلي سالنګ کې له طالبانو سره نښته وکړه. دغې نښتې د سه شنبې ورځې د سهار تر ۲ بجو دوام ورکړ او اکمل امیر له خپلو ۷ تنو ملګرو سره ووژل شو.

دغه جبهه وایي چې په دې جګړه کې کابو ۳۰ طالبان هم ووژل شول.