افغانستان

د کونړ پېچ درې اوسېدونکي د ښوونځیو له نشتوالي شکایت لري

د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ شوړیک هغه دره ده چې کابو درې سوه کورنۍ پکې ژوند کوي او له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په دې سیمه کې د بیارغونې هېڅ کار نه دی شوی او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ددې سیمې اوسېدونکي وایي چې د ناامنۍ، جګړو او ښوونځي د نشتوالي له امله یې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

د شوړیک درې اوسېدونکی ملا محمد وايي: «زموږ دا لویه هیله ده چې ماشومان مو ښوونځي ته ولاړ شي، زده کړې وکړي او په راتلونکي کې خپل وطن ته خدمت وکړي.»

هغه زیاتوي، په تېرو وختونو کې دې درې ته چا پام نه دی کړی، له همدې امله په دغه سېمه کې ښوونځي نشته او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي او اوسنۍ اداره باید د دوی ستونزو ته پام وکړي.

ددې سیمې اوسېدونکي وایي چې د ناامنۍ، جګړو او ښوونځي د نشتوالي له امله یې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دی.

د سیمې اوسېدونکی محمد رفیق وايي: «که څه هم په تېرو کلونو کې په شوړیک دره کې د جګړې او ناامنۍ له امله هېڅ کومې موسسې رغنیز کار نه دی کړی خو اوس له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړو چې دلته رغنیزې پروژې عملي کړي.»

هغه له طالبانو ادارې او مرستندویه موسسو غواړي چې په دې سیمه کې ښوونځي جوړ کړي ترڅو یې ماشومان له دې زیات له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

د یادولو وړ ده چې نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړو او ناامنۍ د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي.