نړۍ

د اروپا او ختیځې آسیا امنیت د ۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو چورلیز

ټاکل شوې د اوه ډلې په نوم د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د یکشنبې په ورځ د جاپان په «کارویزاوا» ښارګوټي ترسره شي.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي وايي چې ددغې درې ورځنۍ ناستې د خبرواترو چورلیز د اوکراین جګړه، اروپا امنیت، په سویلي آسیا کې د تاوتریخوالي زیاتېدل او له تایوان او جاپان سره د چین جنجالونه وي.

د جاپان د تیمپل پوهنتون د سیاسي علومو استاد جیمز براون په دې اړه وویل: «جاپاني لوری به د اوه ډلې له خوا د ډېرې پیاوړې بیانیې په تمه وي چې لومړی د اټومي وسلو د نه پراختیا په اړه ژمنه او بیا د اوه ډلې له خوا د هند ـ اقیانوسیې په سیمه کې د امنیتي مسایلو د چورلیز په رسمیت پېژندل وي.»  

په دې ناسته کې به د اوه ډلې د غړو هېوادونو، امریکا، جاپان، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او کانادا د بهرنیو چارو وزیران او همداراز د اروپايي ټولنې استازی ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې د جاپان لومړی وزیر فومیو کیشیدا راتلونکې میاشت په هیروشیما کې د اوه ډلې کوربتوب وکړي.

د جاپان لومړي وزیر په مارچ میاشت کې له اوکراین څخه لیدنه وکړه او له دې سره په یو وخت یې د چین له ولسمشر شي جین پينګ او همداراز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې وکتل.

پر اوکراین د روسیې برید له کې‌یف څخه د سوله غوښتونکي جاپان د ملاتړ لامل شوی دی.

شنونکي په دې باور دي چې توکیو له اوکراینه په ملاتړ د چین د بالقوه ګواښ په وړاندې له جاپان څخه د لوېدیځ د ملاتړ په لټه کې دی چې په وروستیو ورځو کې یې د تایوان په تنګي کې پوځي مانورې ترسره کړې دي.

د جاپان د تیمپل پوهنتون استاد زیاتوي: «له اوکراین څخه په ملاتړ کې د جاپان د پرېکنده دریځ یو لامل دا دی چې دوی به وروسته د ختیځې آسیا اړوند مسایلو په اړه د اروپا او لوېدیځ د لاپراخ ملاتړ غوښتنه وکړي.»

له بلې خوا، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اوه ډلې ناستې د ترسره کولو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي ديږ

دا په داسې حال کې دي چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد پر لومړي وزیر په «سایکازاکي» بندر کې د وینا پرمهال د لوګي لرونکي بم برید وشو.

په دې پېښه کې «فومیو کیشیدا» ته زیانه نه دی اوښتی او بریدګر د پولیسو له خوا ونیول شو.