نړۍ

اوکراین به له روسیې سره د جګړې لپاره ۵ میلیارد ډالر اضافي مرسته تر لاسه کړي

د اوکراین لومړي وزیر دنیس شمیخال د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې کي‌یف به د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا د روسیې د یرغل پروړاندې د دغه هېواد له جګړې د ملاتړ لپاره ۵ میلیارد ډالر اضافي مرسته ترلاسه کړي.

شمیخال زیاته کړه چې نوموړي «د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندق د پسرلي ناستو» په څنډه کې د پیسو د نړیوال صندق، نړیوال بانک، د اروپا د پانګونې بانک او واشنګټن کې د لوړپوړو امریکایي چارواکو له استازو سره لیدلي دي.

د اوکراین لومړي وزیر همداراز ویلي چې په دې ناستو کې سوییس، ډنمارک او یو شمېر نورو هېوادونو له کي‌یف څخه د ملاتړ نوې ژمنې کړې دي.

د اوکراین لومړي وزیر وویل: «موږ د بېلابېلو هېوادونو لکه فرانسې، جرمني او بریتانیا د مالیې له وزیرانو سره ولیدل او د وزیرانو د پسرلي ناستو د ګردي مېز په پایله کې مو تضمینونه ترلاسه کړل چې له ویجاړتیاوو، احیا او وزګارۍ د بشپړ ملاتړ لپاره به تر ۵ میلیارد ډالرو زیاته مرسته ترلاسه کړو.»

په همدې حال کې هغه ټینګار وکړ، چې د اوکراین په تړاو د امریکا د پټو پوځي اسنادو افشا کېدل به د کي‌یف او واشنګټن او د نورو لوېدیځ شریکانو پر اړیکو کومه اغېزه ونه‌لري او د روسیې پروړاندې په جګړه کې به هم بدلون رانه‌شي.

اوکراین له امریکا او نورو متحدینو سره یې د روسیې د یرغل په وړاندې د خپلې پوځي مبارزې دوام ته ژمن دي.

دنیس شمیخال وویل: «موږ له خپلو امریکایي او نړیوالو شریکانو سره ډېر متحد یو.»

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې اسلوویانسک ښار په توغندیو په نښه کړ چې په پایله کې یې ۸ اوکراینیان مړه او ۲۱ نور ټپیان شول.