نړۍ

د شمالي کوریا توغندي د جاپانیانو خوب ګډوډ کړ

Photo: Reuters

شمالي کوریا د پنجشنبې په سهار د اټومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لروونکی توغندی د جاپان د اوبو په لور توغولی دی.

له هغې وروسته د جاپان په شمال «هوکایدو» سیمه کې د خطر زنګ وکړنګول شو چې د شمالي کوریا دا توغندی د دې هېواد په رادار سیستم کې ښکاره شو. دولت له خلکو وغوښتل چې پټنځایونو ته ولاړ شي.

له بلې خوا، د جاپان دفاع وزیر اعلان وکړ چې دا توغندی د جاپان پرخاوره نه دی لګېدلی.

د جاپان دفاع وزیر یاسوکو هامادا وویل: «موږ تایید کړې چې بالستیک توغندی ویشتل شوی او زموږ په هېواد نه دی لګېدلی، تراوسه نه ده تایید شوې چې زموږ د هېواد پر انحصاري اقتصادي سیمې تېر شوی که نه. اوس لازیات جزییات د ارزنې په حال کې دي.»

له بلې خوا، د سویلي کوریا د پوځ مشر ویلي چې دغه منځنی او لیرې واټن ویشتونکی بالستیک توغندی د پنجشنبې سهار په ۷:۲۳ د شمالي کوریا پلازمیني پیونګ یانګ ته نږدې سیمې څخه توغول شوی او پر ختیځ سمندر کې لګېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د شمالي کوریا بالستیک توغندی په لوړه زاویه ویشل شوی او د کابو زر کیلومتره واټن له کچ کولو وروسته په ختیځ سمندر کې لګېدلی او سویلي کوریا او د امریکا استخباراتي سازمانونه د جزییاتو د څېړلو په حال کې دي.»

دا توغندی په داسې حال کې ویشتل شوی چې څو ورځې مخکې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د هغه څه په وړاندې د مقابلې لپاره چې د «امریکا تېري ګر اقدامات» یې وبلل په «لا عملي او یرغلیز ډول» د دې هېواد د دفاعي پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

شمالي کوریا همداراز د امریکا او سویلي کوریا پر ګډو پوځي مانورو هم نیوکه کړې او هغه یې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي د پراختیا او د خپلو وسله والو آزموینو لامل وباله.