افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان سره د مرستې لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګروملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې له هغو میلیونونه وګړو سره د مرستې لپاره چې له لوږې سره مخ دي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالره چټکې مرستې ته اړتیا لري.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې په نادولتي بنسټونو او ملګروملتونو سازمان کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو له فرمانونو وروسته، د دوی بودیجه سخته کمه شوې او له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې ښځې د بشردوستانه، خوراکي او تغدیې مرستو په رسولو کې حیاتي رول لرلی دی. د خوړو نړیوال پروګرام همداراز زیاته کړې چې د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو په موخه به د ښځو د راستنولو لپاره  خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه سازمان اعلان کړی: «د خوړو نړیوال پروګرام په ټول هېواد کې د مرستو رسولو لپاره د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته چټکه اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان هم ویلي، په افغانستان کې ددې سازمان عملیات په کلکه د بودیجې له کمښت سره مخ شوي دي.

د شته راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د ۲۰۲۳ کال د عملیاتو لپاره ۲۴۹ میلیون ډالر بېل شوي چې په افغانستان کې ددې سازمان د تېر کال له درېیو یوه برخه بودیجه ده.

په بیانیه کې راغلي چې د جګړو او طبیعي پېښو پر پایلو سربېره افغانستان د درېیم پرلپسې کال لپاره له وچکالۍ او د دوهم کال لپاره فلج کوونکي اقتصادي ناورین سره مخ دی.

دا بیانیه زیاتوي چې دغه سازمان ۷۱۷،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په راتلونکو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې حیاتي مرستې برابرې کړي.

په بیانیه کې راغلي چې دا پیسې د هغو ۴،۳۸ میلیارد ډالري بودیجې یوه برخه ده چې د ملګروملتونو سازمان د ۲۰۲۳ کال په بهیر یې افغانستان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان له دې مخکې ویلي و، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو لوی بشردوستانه ناروین سره لاس و ګرېوان دی، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام لپاره کمه بودیجه په پام کې نیول شوې ده.