افغانستان

د پُل له نړېدو د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت

د دې ولسوالۍ د بېلي سیمه چې زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي په ۱۳۸۷ کې یو کیبلي پُل د وخت د حکومت له خوا جوړ کړل شو ترڅو په سیمه کې د سیند دواړو لوریو ته مېشت خلک ترې ګټه پورته کړي، خو د وروستیو سېلابونو له امله ددغه پُل ډېره برخه نړېدلې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ځايې اوسېدونکي وايي، د دغه پُل د ویجاړېدو له امله يې د نورو ستونزو ترڅنګ ماشومان له ښونځي بې برخې شوي او همداراز روغتیايې خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ددې سیمې اوسېدونکی عصمت الله وايي: «موږ په خپله سیمه کې له ډېری آسانتیاوو بې برخې یو، بشري مرستې نه رارسېږي، ماشومان مو ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، ناروغان مو پروخت د درملني لپاره نه شو لېږدولای، غم او ښادي په خپل وخت نشو پاللی چې دا ټولې ستونزې د پُل د ویجاړېدو له امله دي.»

د هغه په وینا، که څه هم د وخت د حکومت له خوا ورته پُل جوړ شوی خو دا یو موقت پُل و باید په اساسي ډول پُل ورته جوړ شي.

د بېلې سیمې دا پُل د حامد کرزي د حکومت پرمهال جوړ شوی چې د خلکو ستونزې یې تر ډېره حل کړې وې.

ځايي اوسېدونکي همداراز وايي، په ځلونو یې د تېر حکومت او اوسنیو چارواکو ددغه پُل د رغولو غوښتنه کړې تراوسه هېچا ورته پام نه دی کړی.

د بېلې سیمې بل اوسېدونکی زاهد الله وايي: «د سرکاڼو ولسوالۍ د بېلي سیمه چې زیات شمېر کورنۍ پکې ژوند کوي ټول اوسېدونکي يې بې وزله دي او ورځنۍ اړتیاوې په سختۍ برابروي او ددې وس نه لري چې په شخصي لګښت دا پُل ورغوي، له چارواکو مو هم د مرستې غوښتنه کړې خو چا تراوسه دې ستونزې ته پام نه دی کړی.»

دغه اوسېدونکي د طالبانو له ادارې غواړي چې د پُل په رغولو کې ورسره مرسته وکړي.

نه یوازې د سرکاڼو ولسوالۍ بلکې ددې ولایت په ډېری برخو کې د سیند پر سر کېبلي پُلونه جوړ شوي چې د تېرو کلونو سېلابونو زیانمن کړي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.