نړۍ

درېیو نړیوالو خبرونو ته کتنه

په مدیترانې سیند کې د ۴۰۰ پناه‌غوښتونکو له لالهاندۍ، د جاپاني او چینایي چارواکو لیدنه او په سویلي افریقا کې د ۸۰۰ جوړو تر ډله‌ییز واده پورې.

مدیترانې سیند کې د ۴۰۰ پناه‌غوښتونکو سرګرداني

د «خطر زنګ» د ملاتړ خدماتو چې د مدیترانې سیند د ژغورنې او مرستې په عملیاتو کې کار کوي، اعلان کړی چې د ۴۰۰ پناه‌غوښتونکو لېږدوونکې بېړۍ د مالتا او یونان ترمنځ د مدیترانې په اوبو کې خپله لاره ورکه کړې ده.

د «خطر زنګ» په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې دغه بېړۍ سورې شوې او سون‌توکي یې هم پایته رسېدلي او کډوال په سطلونو سره د کښتۍ دننه اوبه سیند ته بېرته غورځوي ترڅو له ډوبېدو وژغورل شي.

په همدې حال کې د سیند نړیوال څاروونکي سازمان چې د جرمني یو نادولتي بنسټ دی ویلي، دغه کښتۍ یې د دوو سترو سوداګریزو بېړیو ترڅنګ لیدلې ده.

د دغه سازمان په وینا د مالتا چارواکو بېړیو ته امر کړی چې کډوال ونه‌ژغوري او یوازې یې کښتۍ ته سون‌توکي چمتو کړي.

د مالتا دولت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د «خطر زنګ» زیاته کړې، له کښتۍ یې یوه اړیکه ترلاسه کړې چې شنبه شپه یې د لیبیا له طبروک څخه حرکت کړی دی.

دغه بنسټ ویلي، له دغو کډوالو سره د مرستې لپاره یې د مالتا چارواکو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه د ژغورنې کوم عملیات نه دي ترسره شوي.

د «خطر زنګ» ټینګار کړی چې په دې کښتۍ کې ناست کسان وېرېدلي او یو شمېر هم روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. دغه بنسټ همداراز ویلي چې هېڅوک دغه کښتۍ نه هدایت کوي او اوس‌مهال د مدیترانې په اوبو کې سرګردانه ده.

د لوړپوړو جاپاني او چینایي چارواکو لیدنه

لوړپوړو جاپاني او چینایي چارواکو د دوشنبې پر ورځ سره لیدلي ترڅو د چین د ختیځ اوبو پر سر د اختلافونو او کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پولو او سمندرونو د چارو عمومي مدیر هونګ لیانګ او د جاپان د اسیايي او سمندریزو چارو عمومي مدیر تاکهیرو فوناکوشي د جاپان په پلازمېنه توکیو کې لیدنه کړې ده.

د پکن او توکیو ترمنځ د خبرواترو یوه برخه په ۲۰۱۲ کال کې پيل شوه او دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د چین جنګي الوتکې او کښتۍ د تایوان وچې په شاوخوا کې پوځي مانورې کوي.

اخوا د یکشنبې پر ورځ د چین الوتکه لېږدونکې بېړۍ «شاندونګ» د جاپان «اوکیناوان» ته په نږدې اوبو کې هوایي عملیات ترسره کړي دي.

په سویلي افریقا کې د ۸۰۰ جوړو ډله‌ییز واده

په سویلي افریقا کې تر ۸۰۰ زیاتو جوړو په یو لړ مراسمو کې په ډله‌ییزه توګه واده وکړ.

دغه مراسم د یکشنبې پر ورځ د «پاک عید» په مناسبت چې د مسیحیانو په باور عیسی مسیح پر صلیب له ځړولو وروسته بېرته ژوندی شوی، ترسره شول.

دا د ډله‌ییز واده ترټولو لوی مراسم وو چې په وروستیو کلونو کې د سویلي افریقا په یوه له ترټولو مشهورو کلیساوو کې وشول.

په دې مراسمو کې یو شمېر کسانو د دویم ځل لپاره د واده جشن ولمانځه او کلیسا هم ویلي د انجیل له مخې څو مېرمنې لرل مجاز دي.

له دې منځه د دولت کارکوونکې ۳۸ کلنه لبوګیله ماماتِلا چې یوه لور لري، د ۴۰ کلن کس دویمه مېرمن شوه. روتو ماهلوکو ۱۶ کاله مخکې له خپلې لومړۍ ښځې سره واده کړی و او درې ماشومان لري.

د ډله‌ییز واده مراسم پنتاکاست نړیواله کلیسا کې ترسره شول چې د دغې کلیسا د مشر ګلایتون موډیس له مړینې وروسته له ۲۰۱۶ کال راهیسې د هغه د ځایناستي کېدو لپاره ډېر نښتې شوې او ګڼ شمېر هم وژل شوي دي.

دا مراسم د یکشنبې په ورځ تر کلکو امنیتي تدابیرو ترسره شول.