نړۍ

هند د چین په پرتله د نړۍ په ترټولو زیات  نفوس‌لرونکي هېواد بدلېږي

د ملګرو ملتونو سازمان د اټکلونو له مخې، هند به د اپرېل میاشتې د وروستیو ۱۵ ورځو په لړ کې د نړۍ پر ترټولو زیات نفوس‌لرونکي هېواد بدل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی چې په دې میاشت کې به د یاد هېواد شمېر تر څه د پاسه ۱.۴ میلیارد تنو ورسېږي.

د هند د سرشمېرنو له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې د دغه هېواد د وګړو شمېر ۱.۲۱ میلیارد تنه و. دا ښيي چې هند په تېرو ۱۲ کلونو کې ۲۱۰ میلیون تنه یا نږدې د برازیل هېواد په کچه نفوس زیات کړی دی.

رویټرز د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کلونو د رسمي معلوماتو پربنسټ راپور ورکړی چې هند توانېدلی له ۲.۰۵ څخه تر ۲ کمې کچې ته د زېږونونو د شمېر په کمولو د خپل نفوس وده کنټرول کړي.

اخوا د چین د سرشمېرنې ملي ادارې اعلان کړی چې د چین نفوس د ۲۰۲۲ کال تر پایه کابو ۸۵۰ زره تنو ته کم شوی او تر یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون تنو رسېدلي دي. دغه کمښت په ۱۹۶۱ کال کې د چین له قحطۍ راهیسې ترټولو زیات کمښت ښيي.

د زېږونونو کچه په تېر کال کې له هرو ۱۰۰۰ ښځو ۶.۷۷ زېږونونو وو چې د ۲۰۲۱ کال په پرته ۷.۵۲ زېږونه کمښت یې لرلی او د زېږون ترټولو ټیټه کچه یې ثبت کړې ده.

په همدې حال کې چین له ۱۹۷۴ کال راهیسې د مړینې ترټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. د معلوماتو له مخې، له هرو ۱۰۰۰ کسانو د ۷.۳۷ مړینې ثبت شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې دغه شمېر ۷.۱۸ پېښې وې.

په دې لړ کې د هند د نفوسو زیاتېدل په راتلونکو کلونو کې د کار د ځواک لپاره ننګونې رامنځته کوي.

تمه کېږي په راتلونکو کلونو کې ډېری خلک له کلیو د دغه هېواد لویو ښارونو ته کډوال شي چې د ښاري نفوس د چټک زیاتوالی لامل به هم وګرځي. د دغه شمېر وګړو لپاره د لومړنیو، روغتیایي او ټولنیزو خدماتو برابرول هم کولای شي د هندي سیاست جوړونکو لپاره ننګونې جوړې کړي.

له هند او چین وروسته امریکا، اندونیزیا، پاکستان، نایجریا او بنګله‌دېش په ترتیب سره د نړۍ په هېوادونو کې ترټولو زیات نفوس لرونکي دي.