نړۍ

له اوو کلونو وروسته د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمیني بیجینګ کې سره وکتل.

د چین دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې دا د ریاض او تهران د دوو لوړپوړو چارواکو لومړی رسمي کتنه ده چې د ديپلوماتیکو اړیکو له پیلولو وروسته ترسره شوه.

دواړو هېوادونو تېره میاشت له اوو کلونو وروسته خپل دیپلوماتیک اختلافات پای ته ورسول او د چین په منځګړیتوب یې هوکړه وکړه چې اړیکې پيل او خپل سفارتونه پرانیزي.

هغه لنډ تصویر چې د ایران د دولتي ټلویزیون له لارې خپور شوی ښيي چې عبداللهیان او د نوموړي عربستانی سیال له ناستې مخکې د یو بل ترڅنګ د یو بل هرکلی کوي.

په مارچ میاشت کې د چین ولسمشر شي چین پینګ د تهران او ریاض ترمنځ د خبرو اترو لپاره منځګړیتوب وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو لامل شو.

دې چارې په منځني ختیځ کې د چین نفوذ پیاوړی کړ چې په وروستیو لسیزو کې امریکا د منځګړي رول پکې لوباوه او دا د چین لپاره لویه بریا ګڼل کېږي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې په تهران کې ددغه هېواد پر سفارت د قهرجنو لاریون کوونکو له برید وروسته، له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې.

د سعودي عربستان پر سفارت برید د دغه هېواد د دولت له خوا د یوه شیعه عالم د اعدام په غبرګون کې وشو. ریاض په تهران کې خپل سفارت بند کړ او ایران ته یې هم ۴۸ ساعته وخت ورکړ ترڅو خپل سفارت وتړي.

دا اختلاف یو کال مخکې او د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له لاسوهنې وروسته بیا زیات شول چې په دغه هېواد کې په ایران پورې تړلو حوثیانو غورځنګ د عربستان له ملاتړه برخمن دولت نسکور کړ او د صنعا پلازمینه یې ونیوله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ یو کال مخکې جنجال هغه وخت پراخ شو چې په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثیانو د ریاض له ملاتړه برخمن دولت له نسکورولو وروسته، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پوځي مداخله وکړه.

له بلې خوا، د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو د بیا پیلولو هوکړه د سعودي عربستان لپاره د دغه هېواد د امنیت د پياوړتیا په مانا دي. ریاض تل تهران د یمن د حوثیانو په سمبالولو کې ګرم بللی چې د دې هېواد پر ښارونو او د تېلو پر تاسیساتو یې توغندويي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې، حوثي جنګیالیو د سعودي عربستان په ختیځ کې د «آرامکو» د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل او د دغه هېواد د تېلو نیمایي تولید یې له منځه یووړ. ریاض تهران ددې پراخ برید مسوول وباله، خو ایران دا تورونه رد کړل.