نړۍ

د دوهم ځل لپاره پر الاقصی جومات د اسراییلي پولیسو برید؛ عربي ټولنې غندلی دی

اسراییلي پولیسو چهارشنبه شپه د دوهم ځل لپاره په بیت‌المقدس کې پر الاقصی جومات برید وکړ او د کابو ۲۰ زره فلسطینيانو د تیت پرک کولو لپاره چې د تراویح لمانځه په کولو بوخت وو له تاوتریخوالی کار واخیست.

رویټرز راپور ورکړی چې اسراییلي پولیسو د ربړي مرمیو، اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو، غږیزو بمونو او په برقي ډنډو سره د لمونځ‌کوونکي وهلي ټکولي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې په دې پېښه کې ۱۲ فلسطینیان د ربړي ګولیو او وهلو ټکولو له امله ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې اسراییلي ځواکونو سیمې ته د ډاکترانو د ننوتو مخنیوی هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبه په سهار هم اسراییلي ځواکونه الاقصی جومات ته ننوتل او لږترلږه ۳۵۰ فلسطینیان یې د دغه جومات په انګړ کې ونیول او دا چاره د دې لامل وشوه، چې د اسراییلو او غزې ترمنځ ډزې وشي.

فلسطیني جنګیاليو له غزې د اسراییلو په لور کابو ۹ توغندي وتوغول او پروړاندې یې اسراییلي ځواکونو د حماس ډلې مرکزونه په هوایي بریدونو سره په نښه کړل.

حماس د توغندیز برید مسوولیت پر غاړه وانه‌خیست خو وې‌ویل چې دغه بریدونه پر الاقصی جومات د برید لپاره یو ځواب و.

په همدې حال کې عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې اسراییلي ټانګونو هم د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري ویلی چې اسراییل د کړکېچ زیاتولو ته لېوالتیا نه لري، خو ټینګار یې کړی چې هر ډول سناریو ته چمتو دی.

الاقصی په اورشلیم لرغوني ښار کې د اسلام درېیم مقدس ځای دی او د روژې په میاشت کې لسګونه زره کسان د لمانځه لپاره ورځي. همداراز دغه ځای د یهودیانو ترټولو مقدس ځای هم دی چې د معبد غره په توګه او له دوو یهودي معبدونو د راپاتې ځای له امله ورته درناوی لري.

عربي ټولنې د چهارشنبې پر ورځ د اسراییلي پولیسو برید سخت وغانده او وې‌ویل چې دغه برید د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

په هغه اعلامیه کې چې د دې پېښې په تړاو له بیړنۍ ناستې وروسته خپره شوه، دغې ټولنې هغه څه چې «د بې‌دفاع مسلمانانو لمونځ‌کوونکو پروړاندې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو له خوا یې جنایتونه» وبلل، غندلي دي.